د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

ټرمپ: د استخباراتو ارزونه د ایران له لوري د شته ګواښ په برخه کې خامه ده


ارشیف، ولسمشر ټرمپ
ارشیف، ولسمشر ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وروسته تر دې چې د استخباراتو مشرانو کانګرس ته د ایران په اړه راپور وړاندې کړ، سخت انتقاد وکړ.

ډونالد ټرمپ پرون په ټویټر کې ولیکل چې د استخباراتو ارزونه د ایران له لوري د شته ګواښ په برخه کې خامه ده او سخت تېروتي دي.

د متحده ایالاتو د استخباراتو مشرانو د سې شنبې په ورځ کانګرس ته وویل چې د ایران ګواښ کم شوی دی ځکه چې دغه هېواد د اټمي بم د جوړېدو له هڅو لاس اخیستی دی.

خو ولسمشر ټرمپ پرون په خپل پیغام کې څرګنده کړه چې ایران وروسته تر دې خپل چلند بدل کړی دی چې واشنګټن له دغه هېواد سره له اټمي تړونه ووت او لا هم د خطر یوه منبع ده.

ټرمپ د ایران د توغندیو وروستیو ازموینو ته هم اشاره کړې او وایي چې د تهران اقتصادي وضعیت یوازنی شی دی چې د دغه هېواد هڅې یې محدودې کړې دي.

واشنګټن وروسته تر دې چې د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه خارج شو، پر ایران‌یې له سره بندیزونه ولګول.

د ۲۰۱۵ میلادي کال د تړون له مخې ایران منلې ده چې د بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې به حساسو اټمي فعالیتونو ته شا کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو استخباراتو د سې شنبې په ورځ په خپله نوې ارزونه کې په نړۍ کې د شته ګواښونو په اړه خپل راپور کانګرس ته وړاندې کړ.

په‌دې راپور کې راغلي دي چې د اوس لپاره ایران د اټمي وسلو د پراختیا له هڅو لاس اخیستی دی، خو د دغه هېواد د توغندیو پروګرام لا هم منځنی ختیځ تهدیدوي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مدیره جینا هسپل
د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مدیره جینا هسپل

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا «سي. ای. اې» مدیره جینا هسپل وایي چې تهران د دې سربېره چې امریکا له اټمي تړونه بهر شوې ده له تخنیکي پلوه دغه تړون ته پر خپلو ژمنو وفا کړې ده.

د امریکا د مرکزي استخباراتو مدیر ډان کوټس بیا څرګندوي چې د دې ژمنې له امله تهران د دې پر ځای چې په څو میاشتو کې اټمي وسلې ترلاسه کړي شااوخوا یو کال وخت ته‌یې اړتیا پیدا کړې ده.

د امریکا د استخباراتو راپور د ایران د اټمي خطر په برخه کې د ولسمشر ټرمپ له اټکل سره مخالف دی او جمهور رئیس ټرمپ د همدې وېرې له امله تېر کال د مې په میاشت کې له ایران سره اټمي تړون لغوه کړ.

XS
SM
MD
LG