د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

اجرائیه ریاست: ځيني ګاونډيان له ترورېزمه د وسيلې په توګه ګټه اخلي


اميد ميثم د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند
اميد ميثم د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې ترورېزم سیمه‌ییز ملاتړي لري او ځیني ګاونډي هېوادونه ترې د ابزار په توګه استفاده کوي.

که څه هم روسیه وايي، داعش جنګیالي له پاکستان نه افغانستان او بیا مرکزي اسیا ته انتقالېږي، د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم په ټینګار سره وايي چې ترورېزم سیمه‌ییز ملاتړي او تجهیز کوونکي لري.

د دغه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۰» ازادي راډيو ته وویل چې ځیني ګاونډي هېوادونه له ترورېزم نه د خپلو اهدافو لپاره استفاده کوي.

د افغانستان ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست، سپېدار ماڼۍ
د افغانستان ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست، سپېدار ماڼۍ

نوموړی وايي:

"هغه ترورېستي ډلې چې له افغان حکومت سره جګړه کوي، سیمه‌ییز ملاتړ لري، د سیمې ځیني هېوادونه د ابزار په توګه ورنه استفاده کوي، که په سیمه کې ملاتړي او تجهیز کوونکي ونه‌لري، څو ورځې هم له افغان ځواکونو سره د مقابلې توان نه‌لري."

دا په‌داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور زوبوف د تېرې دوشنبې په ورځ ویلي چې له پاکستانه د تاجکستان پولې ته په هليکوپټرو کې داعش جنګیالي انتقالېږي.

د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي اسازي ضمیر کابلوف ویلي چې پاکستاني همکارانو په دې اړه بې‌خبري ښودلې ده.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت تازه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي و چې د افغانستان په ختیځ کې زیاتره جنګېدونکي داعش جنګیالي د پاکستان د اورکزیو قبیلې اوسېدونکي دي.

د دغه وزارت چارواکو څو ورځې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي و چې داعش په افغانستان کې نږدې ماته خوړلې یوازې په کونړ ولایت کې کم فعالیت لري، خو په ضد یې پوځي اقدامات روان دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، د پاکستان حکومت او د دغه هېواد ځینې سیاسي ډلې له داعش جنیګالیو ملاتړ کوي او د افغان حکومت په ضد یې کاروي.

د افغانستان د دفاعي چارو کمېسیون غړی خالد پشتون
د افغانستان د دفاعي چارو کمېسیون غړی خالد پشتون

د دغه کمېسیون غړي خالد پشتون ازادي راډيو ته وویل:​

"له شک پرته د داعش تر شا د پاکستان لاس دی، په سیمه کې د داعش د تګ راتګ لارې چې وینو، په نورستان، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې او همدا شان کومې پېښې چې رامنځته کېږي، دا د دې اثبات دی چې پاکستان د دغې ډلې په تجهیز، تمویل او ټرانسپورت کې لاس لري."

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، ترورېزم نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ دښمن هم دی، نو په‌کار ده چې د دغې ستونزې د حل لپاره په ګډه او هم‌غږۍ کار وشي.

د افغانستان ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، که ترورېزم په سیمه کې پښې ټینګې کړې، نه‌یوازې افغانستان، پاکستان او سیمې، بلکې نړۍ ته هم جدي ګواښ پېښولای شي، نو لازمه ده وړاندې له دې چې په سیمه کې جنګیالي جذب کړي، باید له‌منځه یوړل شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG