د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

چارواکي: افغان ځواکونو د کندز په نږدې څنډو کې تصفیوي عملیات پیل کړي


ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو په حال کې
ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو په حال کې

افغان ګډو ځواکونو د کندز ښار په نږدې څنډو کې تصفیوي عملیات پیل کړي.

په کندز کې د ملي اردو د پامیر د ۲۰مې فرقې د لومړۍ لوا چارواکي وايي چې د دوشنبې له ورځې راهیسې افغان ګډو ځواکونو د کندز ښار په نږدې څنډو کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف د طوفان ۲۲ په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي او لاهم په سیمه کې جریان لري.

په نوموړي ولایت کې د ملي اردو د لومړۍ لوا درستیزوال محمد اصف ناصري په دې اړه وايي:

"موږ د کندز مرکز اړوند د جرګذر، ګټه‌خېل، چرخ اب او چله مزار سیمو کې د طوفان ۲۲ په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي او زموږ تصفیه او تلاشي په سیمو کې دوام لري او دغه عملیات به تر نامعلوم وخت پورې جریان ولري."

نوموړی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو د کره شمېر په اړه‌یې څه نه‌وايي.

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي انتقاد کوي او وايي چې دغه ډول لنډمهاله عملیات د امنیت د تأمینولو او د امنیتي سیمو د پراختیا په برخه کې مثبتې پایلې نه‌لري.

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي

​دی وایي:

"دغه ډول عملیات ناکام دي، ځکه کومه لاسته راوړنه نه‌لري او دا ډول عملیات ډېرې خطرناکې پایلې لري، ځکه تر اوسه پورې یوه سیمه هم د طالبانو له شتونه نه‌ده پاکه شوې."

له دې سره سم د کندز اوسېدونکي بیا وايي، ترڅو چې د تصفیه شویو سیمو تحکیماتو ته توجه ونه‌شي، دا ډول عملیات هېڅ نتیجه نه‌ورکوي.

د دې ولایت یوه اوسېدونکي کمال خان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د کندز ښار په نږدې څنډو کې لاهم طالبان فزیکي حضور لري او کوم عملیات چې ترسره شوي دي، کومه مثبته نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې، ځکه دوی عملیات کوي، خو د تصفیه شویو سیمو ساتلو ته توجه نه‌کوي."

بل‌خوا د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دوی په تصفیه شویو سیمو کې د ډاډمن امنیت په خاطر د سیمه‌ییزې اردو ځواکونه ځای پر ځای کوي.

د نوموړي ولایت د ښار په نږدې څنډو کې په داسې حال کې تصفیوي عملیات پیلېږي چې له دې وړاندې د کندز اوسېدونکو د ښار په نږدې څنډو کې د وسله‌والو طالبانو د وسله‌والو خوځښتونو د زیاتوالي له کبله اندېښنې څرګندې کړې وې.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG