د ارزګان د ولایتي روغتون ښځینه ډاکترانې وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې معاشونه نهدي ورکړل شوي او نه هم په روغتون کې د ضرورت وړ هغه لوازم ورته برابر شوي کوم چې دوی ورته اړتیا لري.
دوی وايي، زیات وخت د امکاناتو د نشتوالي له کبله په روغتون کې ښځینه ناروغانې ولادت پر ځمکه کوي او د ګازو د نشتوالي له کبله ټول ناروغان سړو ته پراته وي چې زیات وخت په روغتون کې په سینهبغل ناروغۍ اخته کېږي او نه هم په روغتون کې درمل شته چې ناروغانو تهيې ورکړي.
د ارزګان د ولایتي روغتون مسؤلین بیا پهدې اړه له څه ویلو ډډه کوي.
بلخوا له مرکزه راغلي پلاوي ژمنه کوي چې دغه ستونزې به هواروي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: