کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې په اړه لیکلي دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، پرون ولسمشر اړ شو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د وروستیو خبرو په تړاو د خپل دریځ وضاحت ورکړي.
په سرمقاله کې راغلي، ولس ته د خطاب په نامه د نوموړي د دغې وینا یو مهم ټکی چې په غیر شعوري ډولیې پرې اعتراف کاوه، له ډاکتر نجیب سره د خپل برخلیک ورتهوالی دی.
ورځپاڼه لیکي، له تېرو دوو کلونو راهیسې ډېری د نظر خاوندان د ګډوله حکومت وضعيت د ډاکتر نجیب د وروستیو وختونو له وضعيت سره پرتله کوي، خو د ویسا په خبره، اوس چې په یوه بڼه امریکایانو له طالبانو سره د خبرو په جریان کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د د ایستلو خبره کړې، د حکومت وضعيت تر ډېره نور هم د ډاکتر نجیب د وروستیو وختونو حالت ته ورته کېږي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، پاکستان باید د افغانستان د ټولو ورانیو تاوان وګالي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د افغانستان د سولې د خبرو له پرمختګ سره هممهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ رسنیو ته ویلي چې د خبرو مېز ته د افغان طالبانو په حاضرولو کې اساسي رول دوی ادا کړی دی.
سرمقاله لیکونکی لیکي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د هغه هېواد د پوځ ویاند ویلي چې د افغانستان د سولې خبرې ډېرې سختې وې او د بریا امکانیې خورا کم و، خو د دوی د هڅو په نتیجه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو پرمختګ وکړ او افغان سولې ته واټن نږدې شو.
په سرمقاله کې راغلي، پاکستاني چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له شااوخوا ۱۸ کلونو راهیسې یې تل په خپله خاوره کې د طالبانو پر حضور سترګې پټولې او د دغې ډلې له ملاتړهیې انکار کاوه.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان حکومت د ملت په استازولۍ د تلپاتې سولې لپاره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د دوست او ستراتېژیک ملګري هېواد امریکا له مخلصانه او بېطرفو هڅو د زړه له تله مننه کوي.
ورځپاڼه لیکي، دا د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت د پلان او کوښښونو یوه نمونه ده.
هېواد په خپل یو مطلب کې بیا د سولې په اړه د ولسمشر غني د پرونیو څرګندونو مهم ټکي هم راخیستي.
په مطلب کې راغلي چې ولسمشر غني وايي، چټکه سوله غواړو، خو په تدبیر سره او تدبیر ځکه مهم دی چې پخوانۍ تېروتنې تکرار نهشي.