د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

ټایم مجله: امریکایان او طالبان د سولې د یوه تړون په اساساتو سره جوړ راغلل


یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په اصولو کې د سولې د تړون په اساساتو موافقه کړې.

دا خبره د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته کړې ده.

د ورځپاڼې د مطلب په دوام کې راغلي چې د طالبانو ځینو سرچینو ویلي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په زیاتو جزئیاتو موافقه شوې ده.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد

په دوام کې دا هم لولو چې امریکایي چارواکو بیا ویلي د داسې کومو جزئیاتو په اړه موافقه نه‌ده شوې.

نیویارک ټایمز: امریکا هغه وخت له افغانستانه د خپلو پوځیانو له وتلو سره موافقه کوي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې ورګډ شي.

​ښاغلی خلیل‌زاد د قطر په دوحه کې له طالبانو سره له شپږ ورځنیو خبرو وروسته کابل ته ولاړ.

یوه بله مهمه خبره چې د نیویارک ټایمز په مقاله کې پرې تمرکز شوی دا ده چې په خبرو کې د یوه ښکېل چارواکي په خبره امریکا هغه وخت له افغانستانه د خپلو پوځیانو له وتلو سره موافقه کوي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې ورګډ شي او دا چې د یوه دوامداره اوربند په ټینګښت سلا وکړي.

  • ټایم مجله

ټایم مجلې لیکلي افغان ولسمشر محمد اشرف غني خپلو خلکو ته ډاډ ورکړ چې له طالبانو سره د سولې په نوم به‌یې په حقونو معامله ونه‌شي.

هغه دا خبره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو تر شپږ ورځنیو خبرو وروسته وکړه چې ویل کېږي د پام وړ پرمختګونه په‌کې شوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ټایم لیکلي ښاغلي غني دوشنبه دا وینا وروسته له هغه وکړه چې زلمي خلیل‌زاد نیویارک ټایمز ته ویلي چې امریکایان او طالبان د سولې د یوه تړون په اساساتو سره جوړ راغلل.

د ټایم په لیکنه د اوربند او افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو په بدل کې به دا تړون له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لار هواره کړي.

ټایم: خلیل‌زاد او طالبانو دواړو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د اوربند په یوه تړون موافقه کړې.

​خو د ټایم مجلې په لیکنه ولسمشر غني په خپله وینا کې هڅه وکړه چې افغانان ډاډمن کړي چې د کابل له خبرولو او په مذاکراتو کې له ښکېلتیا پرته به هېڅ کوم تړون ونه‌شي.

ټایم مجلې وړاندې د یوه افغان کارپوه وحید مژده خبرې هم راخیستي چې باوري دی خلیل‌زاد او طالبانو دواړو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د اوربند په یوه تړون موافقه کړې، خو هېڅ لوری اوس وخت دې ته اماده نه‌دی چې په دې اړه څه ووايي.

XS
SM
MD
LG