کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د سولې د خبرو په اړه لیکلي دي.
- مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې به خپله سرمقاله کې لیکلي، په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د ځواکونو د وتلو په تړاو له موافقې وروسته اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې امریکا د ځواکونو په وتلو کې جدي ده.
په سرمقاله کې راغلي، مایک پامپیو پر ټویټر لیکلي، امریکا د افغانستان د سولې او له دغه هېواده د ځواکونو ایستلو په اړه جدي ده، خو چې دا هېواد یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو ځاله ونهګرځي.
سرمقاله لیکونکی لیکلي، تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې د قطر په غونډه کې مهم پرمختګونه شوي دي.
مسیر لیکي:
د قطر وروستۍ خبرې د امریکا او طالبانو دواړو له لوري مثبتې ارزول کېږي او دواړه لوري د خبرو پر دوام ټینګار کوي.
که څه هم ورځپاڼه لیکي چې د دغو پرمختګونو په اړه ډېر جزئیات نهشته، خو د خنډونو په اړهیې لیکي چې روښانه دي او یو له هغې له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې نهکول دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، طالبان د دوه اړخیزو پرېکړو پر متن د توافق خبره کوي، خو خلیلزاد بیا په خپل ټویټرپاڼه کې یوه لنډه شاعرانه او له معنی ډکه خبره کړې ده، ښو پایلو ته مو تمه ده، خو که په هر څه توافق ونهشي په هېڅ هم توافق نهدی شوی.
خو ورځپاڼه لیکي:
سپینه خبره دا ده چې تر اوسه د وروستي توافق او د سولې تر ټينګېدلو یو لړ ګامونه په کار دي چې باید واخیستل شي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، که دغه خبرې بریالۍ شي او له توطئې پرته صادقانه بري ته ورسېږي پایلهیې د هېواد د ۴۰ میلیونه انسانانو د برخلیک ژغورل دي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې خبرې د تړلو دروازو تر شا شوي او تر اوسه پورې یې په اړه بېلابېل راپورونه ورکول کېږي چې رښتیا او دروغیې هېڅ نهدي معلوم.
خو په سرمقاله کې راغلي چې خلیلزاد پرون رسنیو ته ویلي دا خبره چې ګوندې امریکایانو هوکړه کړې چې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې به له افغانستانه وځي سمه نهده او تر اوسه ډېر داسې موارد شته چې باید په اړهیې خبرې وشي او کله چې هم په دې مسایلو هوکړه وشوه شریک به شي.
ورځپاڼه لیکي، د افغانستان سوله باید د ټولو خواوو لپاره ابرومندانه سوله وي او د خلکو ارمانونه پوره کړي.