- ویسا
ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې په قطر کې د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ په خبرو کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهالویش، د ترهګرو په مرکز د افغانستان په نه بدلېدو او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو پر پریکون توافق شوی دی.
خو د ورځپاڼې په وینا لا هم ځینې اندیښنې موجودې دي چې له امله یې د ګډې اعلامیې پر خپرېدو هوکړه نهده شوې.
ورځپاڼې وړاندې د افغان سولې لهپاره د امریکا د ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد په حواله لیکلي دي، تر هغو چې پر هر څه توافق نهوي شوې، نو پر هېڅ هم توافق نه کېږي او په دغه هر څه کې بینالافغاني خبرې او اوربند هم شامل دي.
- مسیر
خو مسیر ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې په یو غټ سرلیک کې لیکلي دي چې له افغان حکومت سره د طالبانو پر خبرو د امریکا ټینګار د ځینو توافقاتو د اعلان مخه ونیوله.
ورځپاڼه لیکي:
په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ورته ویلي دي چې ټاکل شوې وه، څو د امریکایي ځواکونو پر وتلو او اوربند هوکړه اعلان شي، خو ستونزه هغه مهال پیدا شوه چې ښاغلي خلیلزاد د اوربند لهپاره د افغان حکومت توافق د یو شرط په توګه مطرح کړ.
د ورځپاڼې په وینا طالبانو ته د ښاغلي خلیلزاد استدلال دا و چې اوس مهال جګړه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ده او کله چې افغان حکومت د اوربند په توافق کې شامل نهوي، نو عملي به نهشي.
ورځپاڼې دغه مسئله په خپله سرلیکنه کې هم تر بحث لاندې نیولې او لیکلي یې دي چې د طالبانو لهخوا په خپل دریځ کلک درېدل او د امریکا هڅو چې طالبان د دریځ بدلولو ته وهڅوي، د خبرو راتلونکې ستونزمنه کړې ده.
- ملي ارمان
خو ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د افغان حکومت د استازو له حضور پرته سوله به تحمیلي بڼه ولري چې په هېڅ ډول د منلو وړ نهده.
ورځپاڼې وړاندې د خپل بحث په دوام د افغان سولې لهپاره د امریکا د ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد څخه غوښتي چې سر له نننه دې هڅه وکړي چې طالبان اړ باسي، څو د افغان حکومت له استازو سره خبرو ته کیني.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د طالبانو دې دریځ چې یوازې له امریکا سره خبرو ته دوام ورکوي او حاضر نهدي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کیني، د خلکو ترمنځ دا اندیښنه پیدا کړې چې هسې نه امریکا له طالبانو سره افغان حکومت او په تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې چې د زیاتو قربانیو په ورکولو سره ترلاسه شوي دي معامله کړي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغان سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره له شپږ ورځنیو خبرو وروسته کابل ته راځي، څو افغان ولسمشر ته د خبرو او توافقاتو جزئیات وړاندې کړي.
ورځپاڼې لیکلي دي، په راپورونو کې چې کومو پرمختګونو ته اشاره کېږي هغه تر ډېره د افغان حکومت پر پریکړې تړلي دي، د بېلګې په توګه که طالبان خپلو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوي او یا غواړي چې د مشرانو نومونه یې له تور لېسته وایستل شي، نو دا ټول په افغان حکومت اړه لري.
ورځپاڼه لیکي:
سوله د افغان حکومت مهم لومړیتوب دی، خو دا چې طالبان په څه ډول او د کوم فشار له مخې د پاکستان لهخوا خبرو ته حاضر کړای شول، دا واضح ده او دا پهدې معنی چې پاکستان د دې کار په بدل کې له امریکا څخه شپږ میلیارډه ډالره غوښتي دي چې یو میلیارډ یې پرون ور رسیدلي دي.
ورځپاڼې وړاندې په دې اړه چې د افغان سولې لهپاره بل چا ته امتیاز ورکول هغه پوښتنه ده چې وضاحت یې باید ورکړای شي.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک کې لیکلي دي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې د ګډې اعلامیې له خپرېدو پرته د درېیو ورځو لهپاره وځنډېدې.
خو ورځپاڼې د همدې سرلیک لاندې د طالبانو د یوې سرچینې په حواله لیکلي دي، چې د قطر د خبرو پایلې به ډېر ژر اعلان شي.