د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

دِ نېشنل: طالبانو ویلي چې له امریکا سره په خبرو کې پرمختګونه شوي


په قطر کې د طالب استازو دفتر
په قطر کې د طالب استازو دفتر

په قطر کې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو د شپږمې ورځې په خبرو ګڼو ورځپاڼو او خپرونو مقالې لیکلي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په همدې اړه یوه مقاله چاپ کړې چې عنوان یې دی د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو خبرې د سولې په اړه د مسودې په برخه کې په پرمختګ سره پای ته ورسېدې.

ورځپاڼې د رویټرز خبري اژانس په اساس لیکلي چې طالب مرکچیانو او امریکايي استازیو د شنبې په ورځ د دوحې په خبرو کې د افغان اولس کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف د موافقې په مسوده کې ځینې شاملېدونکي برخې نهايي کړې.

د نیویارک ټایمز له‌خوا په‌دې چاپ شوې مقاله کې راغلي چې دواړو لوریو ته ځینې امتیازات په نظر کې نیول شوي چې په‌کې په ۱۸ میاشتو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل شامل دي.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغان سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد کابل ته روان دی، څو افغان ولسمشر اشرف غني د شپږ ورځنیو خبرو په جزئیاتو خبر کړي.

په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

  • دِ نېشنل ورځپاڼه

دِ نېشنل ورځپاڼې لیکلي: طالبانو ویلي چې له امریکا سره په خبرو کې پرمختګونه شوي.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو په سر طالبان او امریکا متحده ایالتونه د شنبې په ورځ د یوې مسودې بشپړولو ته نېږدې شول.

دِ نشنل د طالب سرچینو په حواله لیکلي چې له افغانستانه په ۱۸ میاشتو کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په بدل کې طالبانو امریکا ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د هغې په متحدینو د برید په هدف د القاعده او داعش له‌خوا نه کارېږي.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازیو خبرې په دوحه کې د شنبې په ورځ د شپږمې ورځې په مخ روانې وې.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملاعبدالغني برادر تر ټاکل کېدو وروسته د طالبانو او امریکايانو په خبرو کې یو خوځښت رامنځته شو.

ملا عبدالغني برادر تېر اکتوبر په پاکستان کې له زندانه خوشې شو او په‌دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا د دې ډلې د مشر ملا هیبت الله د مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو.

صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG