د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۰

پامپیو: نړیوالو! په ونزوئلا کې د راغلي ډیموکراټیک بدلون ملاتړ وکړئ


د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له ټولو غړیو هېوادو وغوښتل چې په ونزوئلا کې د راغلي ډیموکراټیک تحول حمایت وکړي.

مایک پامپیو د شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل:

"نن زه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ټولو غړیو غږ کوم چې د ونزوئلا د ډیموکراټیک تغییر ملاتړ وکړي او د موقت ولسمشر په توګه د خوان ګایدو حمایت وکړي."

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د نیکولاس مادورو په مشرۍ د ونزوئلا حکومت یو مافیایي حکومت یاد کړ او ویې ویل چې دغه سوسیالستي حکومت ونزوئلا له فقر سره مخامخ کړې ده.

پامپیو له هغو هېوادو چې د ونزوئلا د اپوزسیون ملاتړ کوي، وغوښتل چې د مادرو له حکومت سره اقتصادي راکړه ورکړه ختمه کړي.

ده زیاته کړه:

"اوس هغه وخت دی چې هر ملت باید خپله خوا معلومه کړي، نور باید ځنډ ونه‌کړي، نورې سیاسي لوبې ونه‌کړي، تاسو یا د ازادۍ له ځواکونو سره ودریږئ یا له مادرو او ګډوډۍ سره."

د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا پر واشنګټن تور پورې کړ چې په ونزوئلا کې د کودتاه ملاتړ کوي او ونزوئلا نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ نه‌دی پېښ کړی نو باید منزوي نه‌شي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا

د مادرو حکومت له واشنګتن سره دیپلوماتیک روابط قطع کړې دي او امریکايي دیپلوماتانو ته یې ویلي دي چې د نن یکشنبې ورځې تر پایه له دغه هیواده ووځي.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا تر غونډې مخکې پرون جرمني، فرانسې او اسپانیا وویل چې د خوان ګایدو موقت حکومت به په رسمیت وپیژني، که چیرته د اتو ورځو په ترڅ کې انتخابات ونه شي، خو د ونزوئلا د بهرنیو چارو وزیر خورخي اریزا دا وړاندیز په سختو ټکیو رد کړ او ویې ویل چې اروپا دې موږ ته د انتخاباتو لپاره زمان نه ټاکي.

XS
SM
MD
LG