د یمن د جګړې لوري ونه توانېدل چې د يوې مياشتې اوربند پر مهال له مهم بندر حديدې څخه خپل ځواکونه وباسي.
د ملګرو ملتونو چارواکي پاتریک کامارت چې د یمن د اوربند د څار چارې يې پر مخ وړې، روانه اوونۍ له خپلې دندې استعفا وکړه.
دا وروسته له هغه چې د ده پر موټر ډزې وشوې.
چارواکي وايي، که حديده ساحلي ښار ته نږدې جګړه بېرته پيل شي، یمن ته به د مرستو او ميليونونو انسانانو ته د خوړو رسولو لاره بنده شي.
د اروپايي شورا د بهرنۍ پالېسۍ غړي ادم بيرون وايي:
"راتلونکې مياشتې به ډېرې مهمې وي، موږ به يا پر سياسي تګلاره بېرته برابر شو او يا به هم جګړه زياته شي."
له یوې مياشتې راهيسې په حديده ښار کې اوربند تر ډېره عملي شوی، خو د چهارشنبې په ورځ د ښار په څنډو کې نښتې زياتې شوې.
ټاکل شوې وه چې د جنورۍ د مياشتې په اوومه نېټه د جګړې لوري خپل ځواکونه له حديدې څخه وباسي چې د سیاسي خبرو د پيل لپاره د اعتماد رامنځته کولو لومړی اقدام ګڼل کېده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش تېره اوونۍ ومنله چې د اعتماد نشتوالي د مذاکراه کوونکو لوریو ترمنځ خنډ جوړ کړی دی.
تېر کال عرب هېوادونو هڅه وکړه چې حديده ښار ونيسي او په پای کې به د ایران په ملاتړ حوثي ياغیان ماتې ته اړباسي.
خو د دې ساحلي ښار په نيولو کې دوه ځلې پاتې راغلل.
دا ښار اوس هم د حوثي ياغيانو په کنټرول کې دی او عرب ځواکونه د ښار څنډو ته رسېدلي دي.
دواړو لوريو تېره مياشت د سويډن په سټاکهوم ښار کې د اوربند توافق وکړ.
عرب هېوادونو داسې څرګنده کړې چې د اوربند اړوند يې صبر پای ته رسېدلی.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر انور ګرګش د چهارشنبې په ورځ پر حوثي ياغیانو تور پورې کړ چې له سرزورۍ کار اخلي.
په خلیج کې يوه ډپلوماټ ويلي چې د دواړو لوريو تر منځ هغه مهال اعتماد ته نور هم زیان واوښت چې د جون په لسمه حوثي ياغيانو په لهِج ولايت کې پر حکومتي نظامي رسم ګذشت د بې پیلوټه الوتکې حمله وکړه.
د هغې حملې په غبرګون کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په صنعا کې د حوثي ياغیانو پر اهدافو هوايي حملې وکړې.
په همدې حال کې د خوړو کمښت او لوږه د یمن په بحران کې یو بله اضافه ده.
د خوړو نړيوال پروګرام ويلي چې په یوه مياشت کې د درې اعشاریه اووه ميليونه کسانو د اړتيا پوره کولو لپاره اوس هم نه دی توانېدلی چې ۵۱۰۰۰ ټنه اوړه حديدې ته ورسوي.
د نړیوالې ژغورنې کمېټې رئیس فرانک مکمانس ويلي، په تېرو دوو اوونيو کې حديدې ته د خوړو او درملو د رسولو عملیات نور هم ستونزمن شوي.
د حوثي ياغيانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د ۲۰۱۵ میلادي کال په مارچ مياشت کې جګړه هغه مهال زياته شوه چې ولسمشر عبدربو منصور هادي رياض ته وتښتېد او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف نظامي مداخله وکړه.
د یمن په جګړه کې تر لس زره زيات کسان وژل شوي دي او د ملګرو ملتونو په وينا، په دغه هېواد کې د نړۍ تر تولو لوی بشري ناورین رامنځته شوی دی.