د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

نیویارک ټایمز: افغان پوځ د امریکا له ملاتړ پرته مقاومت نه شي کولای


  • نیویارک ټایمز

"امریکا او طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر ځینې پرمختګونه کړي."

دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې مقالې عنوان دی.

په مقاله کې راغلي چې له افغانستانه د وتلو په بدل کې د امریکا شرط طالبانو ته همدا دی چې القاعده او نورو ټولو تروریستي ډلو ته دې پناه نه ورکوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دوام کې د ځینو سرچینو په حواله لیکلي چې د دواړو لوریو د غوښتنو په اړه موافقې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازیو تر منځ په دوحه کې د خبرو په څلورمه ورځ شوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد

په دوام کې نه دي راغلي چې څه شمېر امریکايي پوځیان څه وخت له افغانستانه وځي.

اخوا د ځينو کارپوهانو په حواله نیویارک ټایمز لیکلي چې افغان پوځ د امریکا له ملاتړ پرته د طالبانو په وړاندې مقاومت نه شي کولای.

افغان حکومت بیا وايي چې له څو کلونو راهیسې امنیتي مسوولیت په غاړه لري.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم د یوه طالب چارواکي په حواله لیکلي چې دې ډلې امریکا ته ډاډ ورکړی د ټولو هغو تروریستي ډلو مخالفه ده چې له افغانستانه پر بهر د بریدونو پلان لري.

ورځپاڼې د همدې طالب چارواکي په حواله لیکلي چې په قطر کې خبرې د اوربند، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د اډو د برخلیک په اړه وې.

وال سټریټ ژورنال: د طالبانو استازيو د قطر په خبرو کې نرم دریځ غوره کړی.

وال سټریټ لیکي چې طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې خو ورځپاڼه دا تحلیل هم کوي چې د طالبانو استازيو د خپلو بهرنیو متحدینو د فشار او منځګړیتوب په خاطر د قطر په خبرو کې نرم دریځ غوره کړی.

د ورځپاڼې په باور د طالبانو ملاتړي دا استدلال کوي چې د بهرنیو هېوادونو له تمویل پرته ښايي افغانستان یو وار بیا د کورنیو جګړو په میدان واوړي.

امریکا اوس وخت په افغانستان کې څوارلس زره پوځیان لري.
امریکا اوس وخت په افغانستان کې څوارلس زره پوځیان لري.

په دوام کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله راغلي چې: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په توګه د ملا عبدالغني برادر ټاکل کېدل د دې لپاره دي چې له امریکا سره خبرې په لا ښه توګه مخته لاړې شي.

امریکا اوس وخت په افغانستان کې څوارلس زره پوځیان لري خو تېره میاشت ځینو رسنیو راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د اوه زرو امریکايي سرتیرو د ایستلو امر ورکړی. سپینې ماڼۍ څو ورځې وروسته د یوه بیان په خپرولو سره دا ډول راپورونه رد کړل.

  • ایکانومیست خپرونه

ایکانومیست خپرونې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو تمر کړی چې د ۱۳۹۸ لمریز کال په سرطان میاشت کې کیږي.

ورځپاڼې لیکلي افغانستان تکراري څېرو ته د رای ورکولو لپاره چمتو کیږي.

ایکانومیست: افغانستان تکراري څېرو ته د رای ورکولو لپاره چمتو کیږي.

د ایکانومیست په لیکنه سخته ده چې وویل شي افغان حکومت ښه کار کوي ځکه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د اته دېرش فیصده افغانانو ورځنی عاید یو ډالر و خو اوس د هغو کسانو شمېر ۵۵ فیصدو ته رسیدلی چې د ورځې یو ډالر کار کوي.

ایکانومیست په خپله مقاله کې په مختصر ډول د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو کاندیدان معرفي کړي او لیکلي یې دي چې ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر ښايي له مخکښو کاندیدانو وي.

په دوام کې راغلي امریکايي چارواکي باوري دي چې په افغانستان کې باوري او مناسب انتخابات د امریکا د پروګرامونو په سر کې ځای لري ځکه د ایکانومیست په لیکنه د افغانستان یو پیاوړی حکومت کولای شي چې له ترهګرو سره د خبرو دریځ معلوم کړي او بلآخره په دغه هېواد کې روان اتلس کلن کړکیچ پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG