د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۵۶

غنی: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه په اسانۍ بحث نشي کېدای


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر وایي، په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ په خبرو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه په اسانۍ بحث نشي کېدای.

محمد اشرف غني وویل، په دې موضوع کې باید یوه پراخه ډله دخیله وي.

ولسمشر غني چې د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په ترڅ کې یې خبرې کولې، دغه راز وویل چې امریکایي ځواکونه یوازې د افغانستان لپاره په دغه هېواد کې نه دي، بلکې د امریکا د امنیت ټینګولو په هدف دلته دېره دي.

ولسمشر د خبرو په دوام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ماموریت ته په اشارې وویل:

"د سفیر خلیلزاد د دفتر دنده دا ده چې د افغانستان حکومت او طالبان د خبرو لپاره یوه مېز ته راولي او د هغه په چوکاټ کې پر لویو مسایلو لکه د امریکا حضور او نورو موضوعاتو خبرې وشي، بحثونه شته او دا باید بیا شریک کړای شي."

دا څرګندونې په داسې مهال شوي چې تېره ورځ په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ د خبرو څلورمه ورځ وه .

روېټرز خبري اژانس د طالب سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په لومړیو دوو ورځو کې دواړه لوري له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر موضوع متمرکز وو او دغه راز د راپور له مخې، بحثونه پر دې کېدل چې طالبان تضمین کړي چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې دښمنانه کړنې نه ترسره کېږي.

په همدې حال کې طالبانو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ملا عبدالغني برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

وسله والو طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا اقدام له امریکایي استازو سره د افغانستان د سولې خبرو د ښه ترسره کېدو په هدف شوی دی.

په اعلامیې کې راغلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملا برادر په ټاکل کېدو سره به طالبان له امریکا سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي او کوم بدلون به پکې رانه شي.

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو په مشرتابه کې د دوهم کس په نوم یادېږي، د روان کال په لړم میاشت کې په پاکستان کې له بنده خوشې شو.

نوموړی په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نیول شوی و.

افغان مشرانو په وار وار د ملابرادر د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې هغه کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ښه رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG