د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

وال سټریټ ژورنال: طالبان له امریکا متحده ایالتونو سره معاملې ته رسیدلي


  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي: د طالبانو ډلې موافقه وکړه چې په افغانستان کې له القاعده او اسلامي دولت ډلې سره مخالفت کوي.

طالبانو او داعش یا اسلامي دولت ډلې له دې مخکې د افغانستان په ځینو سیمو کې سره وسله والې جګړوې کړې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه طالبان په یوه مهم ګام کې له امریکا متحده ایالتونو سره معاملې ته رسیدلي.

ورځپاڼې لیکلي معامله دا ده چې طالبان به له هغو جنګي ډلو سره چې غواړي د افغانستان له خاورې په استفادې په بهر تروریستي بریدونه وکړي مخالفت وښيي.

وال سټریټ ژورنال: طالبان به له هغو جنګي ډلو سره چې غواړي د افغانستان له خاورې په استفادې په بهر تروریستي بریدونه وکړي مخالفت وښيي.
وال سټریټ ژورنال: طالبان به له هغو جنګي ډلو سره چې غواړي د افغانستان له خاورې په استفادې په بهر تروریستي بریدونه وکړي مخالفت وښيي.

وال سټریټ ژورنال لیکلي د طالبانو او امریکايي چارواکو تر منځ دا معامله داسې وخت شوې چې په قطر کې د دواړو لوریو خبرې پنجشنبه د څلورمې ورځ په مخ روانې وې.

وال سټریټ دا مسله د طالبانو او امریکايي چارواکو له معاملې د یوه باخبره کس له قوله لیکلې ده.

وال سټریټ ژورنال: په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو راتلونکې هم په دې بحثونو کې شامله ده.

ورځپاڼې په دوام کې له دغه کس نوم نه دی اخیستی خو په حواله یې لیکلي چې له افغانستانه د یو شمېر امریکايي سرتیرو یا پوره څوارلسو زرو عسکرو په وتلو په دې بحثونو کې خبرې کیږي.

په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو راتلونکې هم په دې بحثونو کې شامله ده.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د فزیکي توانبښنې یا معلولیت لرونکو کسانو ته د خدمتونو د پروګرام په دېرشمې کلیزې مقاله لیکلې.

په ورځپاڼه کې راغلي چې د دغه پروګرام له لارې تر اوسه یو لک او اتیا زره معلولیت لرونکو کسانو ته شاوخوا دوه لکه پلاستیکي اندامونه جوړ شوي.

نیویارک ټایمز لیکي ایټالیايي البیرتو کایرو هم له سره صلیب سره پوره دېرش کاله په افغانستان کې کار کړی او خلکو ته یې اندامونه جوړ کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه کایرو خلکو ته په داسې حال کې چې جنګ هیڅ پای ته نه رسیږي اندامونه جوړ کړي او هغوی ته یې د ښه ژوند هیله ورکړې.

تر اوسه یو لک او اتیا زره معلولیت لرونکو کسانو ته شاوخوا دوه لکه پلاستیکي اندامونه جوړ شوي.

البیرتو کایرو د سره صلیب د یاد پروګرام د دېرشمې کلیزې په مراسمو کې ویلي چې هیله لري دېرش کاله نور هم دا کار وشي کړای.

هغه ویلي کله چې انسان یو لاس یا پښه له لاسه ورکړي، یواځې یوه پښه او لاس نه وي د زړه یوه ټوټه له لاسه ورکوي نو دا ټول رغېدو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG