د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۲

په ونزوئلا کې د اعتراضونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول


په وینزوئلا کې اعتراضونه

په ونزوئلا کې سیاسي بحران چې د پرونیو پراخو اعتراضونو په ترڅ کې پیل شو، وروسته له هغه نور هم ژور شو چې ګڼ شمېر هېوادونو د اپوزېسیون د مشر له‌خوا له اعلان شوي حکومت څخه ملاتړ اعلان کړ.

په ونزوئلا کې سیاسي بحران د چهارشنبې په ورځ د ټول هېواد په کچه له پراخو مظاهرو وروسته پیل شو.

د دې اعتراضونو په ترڅ کې لږ تر لږه اووه کسان ووژل شول.

ونزوئلا په‌داسې حال کې د سیاسي بحران پر لور ځي چې سیاسي مخالف ځوان رهبر خوان ګوایدو «Juan Guaido» مؤقت حکومت اعلان کړی دی او ولسمشر نیکولاس مادورو «Nicolas Maduro» د ولسمشر ډونالد ټرمپ له حکومت سره مقابلې ته چمتو کېږي.

سیاسي مخالف ځوان رهبر خوان ګوایدو
سیاسي مخالف ځوان رهبر خوان ګوایدو

ګوایدو په ملي اسامبله کې چې تر ډېره د مخالفینو په ولکه کې ده د اپوزېسیون مشر دی.

هغه په پلازمېنه کاراکاس کې د مظاهرو له پیلېدو مخکې خپل ځان د ونزوئلا مؤقت ولسمشر اعلان کړ.

ګوایدو ویلي چې دا په ونزوئلا کې د مادورو د استبدادي واکمنۍ د ختمولو لپاره چې په ترڅ کې یې په وروستیو کلونو کې میلیونونه وګړي د انفلاسیون او قحطۍ له کبله تښتېدلي یوازنۍ لاره ده.

امریکا او د سیمې ګڼ شمېر نورو هېوادونو تل د ولسمشر مادورو پر غیر ډموکراتیکو او استبدادي پالېسیو انتقادونه کړي.

ګوایدو اعتراض کوونکو ته په خپله احساساتي وینا کې وویل، موږ پوهېږو چې دا کار ښايي ناوړه عواقب ولري.

نوموړی له دې وینا وروسته یوه نامعلوم ځای ته وتښتېد، ځکه داسې اوازې وې چې ښايي حکومت‌یې ونیسي.

د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، برازیل، کولمبیا او ارجنټاین په ګډون د لاتینې امریکا ګڼ شمېر هېوادونو، لکه په خپلو کې یې چې سلا سره کړې وي، اعلان وکړ چې د ولسمشر په توګه د ګوایدو د اعلان ملاتړ کوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ ژمنه وکړه چې د امریکا له ټول اقتصادي او ډیپلوماتیک ځواک څخه به په ونزوئلا کې د ډموکراسۍ د اعادې په مقصد کار واخلي.

ارشیف/ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
ارشیف/ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټرمپ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ونزوئلا خلک په ډېر جرأت، د مادورو او د هغه د رژیم پر ضد وغږېدل او د ازادۍ او د قانون د حاکمیت غوښتنه‌یې وکړه.

ولسمشر مادورو له متحده ایالاتو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو په وسیله غبرګون وښود.

دا په‌داسې حال کې ده چې امریکا د ونزوئلا د تېلو د صادراتو په برخه کې مهم شریک دی.

مادورو همداراز امریکايي ډيپلوماتانو ته په ۷۲ ساعتونو کې له ونزوئلا څخه د وتلو امر کړی، خو واشنګټن ویلي دي چې د مادورو فرمان به ونه‌مني.

مادورو چې پوځ او ځیني نور دولتي بنسټونه‌یې تر دې دمه ملاتړ کوي په لاتینه امریکا کې د سړې جګړې په کلونو کې د امریکا د لاسوهنو د تاریخ یادونه وکړه او په عین حال کې یې له خپلو متحدانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG