د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

سوداګرۍ او صنایع خونه: پاکستان افغانستان ته د هند د تجارتي کارګو د پرواز مخه نیولې


د افغانستان او هند لومړنۍ هوايي کارګو
د افغانستان او هند لومړنۍ هوايي کارګو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او هند ترمنځ، د هوايي سوداګرۍ د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف ستونزه جوړه کړې او د هند کارګو ته له خپلې خاورې د تېرېدلو اجازه نه‌ورکوي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۴» ازادي راډیو ته وویل چې دا بندیزونه د پاکستان او هند ترمنځ د سیاسي ستونزو له امله رامنځته شوي او له افغان حکومته‌یې وغوښتل چې ورته رسېدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په همدغه میاشت کې بیا هم هند هڅه وکړه چې خپله یو الوتکه افغانستان ته راولېږي، خو پاکستان اجازه ورنه‌کړه، دا بندیزونه باید نه‌وي او هغه هېواد باید دا موضوع د ټولو نړیوالو نورمونو له مخې حل کړي، زموږ مالونه په نورمال ډول د واګه بندر له لارې هند ته لېږل کېږي او د پاکستان مالونه هم منځني اسیا ته د افغانستان له لارې لېږل کېږي، موږ پوهېږو چې سیاسي ستونزه پیدا شوې او دا موضوع باید ژر تر ژره حل شي."

د افغانستان او پاکستان ګډ بیرغ
د افغانستان او پاکستان ګډ بیرغ

د ښاغلي الکوزي په خبره، د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهلېز په جوړېدو سره، افغانستان له هغه هېواده وغوښتل چې د مسافر وړونکو الوتکو تر څنګ له خپلو لویو کارګوګانو نه هم د ډېرو مالونو د انتقال لپاره استفاده وکړي.

نوموړی وايي، که څه هم هندي او پاکستاني چارواکو په‌دې اړه خبرې کړي، خو په روانه میلادي میاشت کې بیا هم پاکستان د هند کارګو ته د خپلې فضا څخه د تېرېدلو اجازه ورنه‌کړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، د همدې ستونزې له امله زر ټنه جنس چې ټاکل شوې وه هند ته انتقال شي تر اوسه‌یې ۷۰۰ ټنه انتقال شوې او ۳۰۰ ټنه نور پاتې ده.

دغې خونې دغه‌شان له هند او پاکستانه هم وغوښتل چې د سوداګرۍ د نړیوالو نورمونو له مخې دې دغه ستونزه ژر تر ژره هواره کړي او سوداګريزې چارې له خپلو سیاسي ستونزو سره شریکې نه‌کړي.

که څه هم ښاغلی الکوزی وايي چې دغه ستونزه دوی له حکومت په ځانګړي ډول ټراسپورت وزارت او د ملکي هوايي چلند له ادارې سره شریکه کړې، خو ټراسپورت وزارت په‌دې اړه بې‌خبري ښيي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وایي، پاکستان کله هم د افغانستان او هند ترمنځ د ښو اړیکو پلوی نه‌و او د تخریب لپاره‌یې هر څه چې له وسې پوره وي ترسره کوي.​

د اقتصادي چارو کارپوه سیف‌الدین سیحون

د اقتصادي چارو کارپوه سیف‌الدین سیحون‌یې په اړه وايي:

"پاکستان او هند سره له دې چې د سارک غړي دي، خو پاکستان تل دا ستونزې جوړې کړې دي او کله چې د افغانستان او هند د سوداګرۍ موضوع په منځ کې وي، پاکستان کله هم د دې اړیکې پلوي نه‌ده کړې، نو ځکه ټول خنډونه د دې لپاره دي چې دا اړیکه جوړه نه‌شي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کلني ډول ۶۰۰ میلیونه ډالره ده چې د هوايي دهلېز او چابهار بندر نه په استفادې سره به دا کچه ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلېز چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پرانیستل شو، دغه هېواد له ډهلي او ممبی سره نښلوي او دغه‌شان چابهار بندر چې په ایران کې د هند په مرسته جوړ شوی، دغه‌شان نړۍ ته د افغانستان د کالیو د وړاندې کولو یوه مهمه دروازه ده.

XS
SM
MD
LG