د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۵۴

یو اېس اې ټوډې: ټرمپ پوهېږي چې د افغانستان جګړه په نظامي توګه نه‌شي ګټل کېدای


یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
  • یو اېس اې ټوډې ورځپاڼه​

یو اېس اې ټوډې ورځپاڼې له افغانستان نه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي کله چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ له افغانستانه به نیمايي امریکايي سرتېري وباسي، د امریکا د ملي امنيت اداره حیرانه شوه.

مقاله ليکي، ټرمپ پوهېږي چې د افغانستان جګړه په نظامي توګه نه‌شي ګټل کېدای، خو بیا هم دی پرېکړه نه‌شي کولای.

د مقالې په وينا، پوځي چارواکي پر ټرمپ فشار راوړي چې د دوی د قربانيانو په بدل کې باید يو څه لاسته راوړنه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

خو مقاله وايي، ټرمپ په دې اندېښمن دی چې د ده د ولسمشرۍ پر مهال د امریکايي ځواکونو د ايستلو په نتيجه کې د کابل حکومت ناکامه نه‌شي ځکه دی به مقصر وګڼل شي.

خو مقاله ليکي چې د افغانستان جګړې ته دومره ډېر کلونه دوام ورکول یوه لویه تېروتنه ده.

یو اېس اې ټوډې: د افغانستان جګړې ته دومره ډېر کلونه دوام ورکول یوه لویه تېروتنه ده.

​مقاله لیکي، د افغانستان د جګړې يوازېنی حل دا دی چې په کابل کې حکومت پياوړی او پر خپلو پښو ولاړ وي.

مقاله ليکي چې که څه هم افغانستان یو بې‌وزله هېواد دی، جګړې ته د پای ټکی ايښودلو لپاره عادي افغانان او امریکايان دواړه لېواله دي.

مقاله اشاره کوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له ګڼو هېوادونو سره ليدنې کتنې کړي چې هغوی له افغان حکومت سره مرستو ته دوام ورکړي.

مقاله همداراز ليکي، هغوی چې په ۲۰۱۴م کال کې د امریکايي سرتېرو تر وتل کېدو وروسته‌یې د بحران وړاندوینه کوله، ناسم ثابت شول.

  • نیویارک ټایمز ورځپاڼه

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د روان کال پر مهال د دوهم امریکايي وژل کېدو ته پام کړی دی.

مقاله لیکي چې د سې شنبې په ورځ یو امریکايي نظامي د جګړې پر مهال ووژل شو او دا دوهم امریکايي نظامي دی چې د روان میلادي کال له پیل راهيسې په افغانستان کې وژل شوی دی.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموريت په يوه اعلامیه کې ويلي چې د دې پېښې په اړه تحقيقات روان دي، خو په اړه‌یې نور تفصیل نه‌دی ورکړی.

په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره امريکايي نظاميان ځای پر ځای دي.
په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره امريکايي نظاميان ځای پر ځای دي.

مقاله زیاتوي چې دا څرګنده نه‌ده دغه امریکايي نظامي په کوم ځای کې وژل شوی دی.

تر دې مخکې یو بل امریکايي نظامي کامرون میډوک د تېرې پنجشنبې په ورځ په جرمني کې مړ شو.

دی د افغانستان په بادغيس ولايت کې د جون مياشتې په ۱۳مه نېټه ټپي شوی و.

نیويارک ټايمز ليکلي: په داسې حال کې چې د دوشنبې په ورځ په ميدان وردګ ولايت کې د استخباراتو پر یوه مرکز په حمله کې ګڼ شمېر افغانان ووژل شول، طالبانو په يوه اعلاميه کې ويلي چې په قطر کې يې له امریکايي ډیپلوماتانو سره خبرې جریان لري.

نیويارک ټايمز: په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې په افغانستان کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

​په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره امريکايي نظاميان ځای پر ځای دي.

تېره مياشت د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د دغه هېواد پوځ ته امر وکړ چې په راتلونکو مياشتو کې له افغانستانه د اوو زرو امریکايي سرتېرو وتلو ته پلان پیل کړي، خو دا پلان تر اوسه د امریکا د حکومت له‌خوا په رسمي توګه نه‌دی تأيید شوی.

دا اقدام تر اوسه نه‌دی شوی او پوځي چارواکو تر اوسه نه‌ده څرګنده کړې چې په افغانستان کې به څومره امريکايي نظاميان پاتې کېږي.

مقاله اشاره کوي چې په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې په افغانستان کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول چې دا شمېر په ۲۰۱۷م کال کې ۱۱ تنه وو.

XS
SM
MD
LG