د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۰۹

په دایکنډي کې د یوې کورنۍ ۴ تنه تر واورو لاندې ورک شوي


په دایکنډي ولایت کې د یوې کورنۍ څلور تنه تر واورو لاندې ورک شوي دي.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر اسد الله سروري ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان له پرون مازدیګر راهیسې په حصار رباط سیمه کې لادرکه دي.

نوموړی وایي، تر اوسه د سیمې شاوخوا ۶۰ کسان د دې څلورو ورکو په لټه کې دي خو لا یې څرک نه‌دی لګیدلی.

د ښاغلي سروري په خبره په‌دې سیمه کې تر اتو مترو پورې واوره ورېدلې ده.

XS
SM
MD
LG