د کندز مدني فعالان وايي چې خلک د ماسټر پلان د تطبیق غوښتونکي دي، خو چارواکي یوازې د ماسټر پلان د تطبیق ژمنې ورکوي، خو په عمل پرې نهکوي.
د کندز د مدني فعالانو د خبرو پر بنسټ چې د ښار د ماسټر پلان پروژه کلونه وړاندې طرحه شوې ده، خو چارواکي تل خلکو سره ژمنې کوي چې د ښار ماسټر پلان پلي کوي، خو عملي کوي یې نه.
په کندز کې د مدني ټولنو د مشراکت د شبکې مشر عنایتالله خلیق پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"تر اوسه یوه چارواکي هم د کندز ښار د پراختیا په برخه کې کار نهدی کړی، په کندز کې ورځ تر بلې د نفوسو شمېر زیاتېږي چې له کبلهیې د ښار نظم خراب شوی."
یو بل مدني فعال شهباز صابري وايي چې د ښار د ماسټر پلان پلي کول د خلکو له پخوانیو هيلو څخه شمېرل کېږي، خو د خلکو دغه هیلې په حقیقت بدلې نهشوې.
نوموړی وايي:
"هر نوي والي چې دلته راځي لومړی بحثیې د ماسټر پلان د پلي کولو بحث وي، خو تر اوسه یو چارواکی هم نهدی توانېدلی چې ماسټر پلان پلی کړي، ځکه د ښار نظم لهمنځه تللی او که ماسټر پلان پلی نهشي، د ښار نظم له دې هم خرابېږي."
بلخوا د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي هم وايي چې مرکزي حکومت او سیمهییزه اداره د ماسټر پلان د پلي کولو په برخه کې جدې اراده نهلري او پهدې برخه کې تل له خلکو سره خیالي ژمنې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"یو خو ښار ډېر وړوکی دی او بل دا چې یو شمېر واټونهیې د دولتي ارګانونو لهخوا بند شوي او تر اوسه پورې یوه چارواکي هم د ښار پراختیا ته توجه نهده کړې، ځکه هر والي چې دلته راځي خلکو ته د ماسټر پلان د پلي کولو وعدې ورکوي، خو په عمل کې څه نهليدل کېږي."
په ورته وخت کې د کندز ښاروال انجنیر فرید احمد فضلي بیا وايي چې سیمهییزې ادارې جدي پرېکړه کړې، څو د ښار ماسټر پلان پلی کړي، څو د خلکو ستونزې هوارې شي.
دی وايي:
"سیمهییزه اداره د ماسټر پلان د پلي کولو په برخه کې جدي اراده لري، لومړی موږ غواړو چې د هوايي ډګر له دوراهي څخه تر ازادي څلور لارې د ۸ کېلو متره په اوږدوالي دغه سړک پراخ کړو او پر پلانیې کار جریان لري او ډېر ژر بهیې عملي چارې هم پلې شي."
د معلوماتو پر بنسټ، د کندز ښار له نننه ۹۰ کاله وړاندې د ۷ زره تنو خلکو لپاره جوړ شوی وو، خو اوس مهال یوازې د دې ولایت په ښار کې کابو ۵۰۰ زره تنه ژوند کوي او دغه شمېر مخ په زیاتېدو دی.
راپور: اجمل ارین