د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۰

مرتضوي: ولسمشر به له هېوادونو وغواړي چې افغانستان کې پانګونه وکړي


شاه حسین مرتضوي

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر د سویس په نړیواله اقتصادي غونډه کې د سيمې په نښلولو، سوداګرۍ او ټرانزیت خبرې وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر به د دغه سفر پر مهال له هېوادونو هم وغواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ولسمشر غني نن د یوه جګ‌پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سویس ته روان شو.

د سویس په داووس ښار کې د نړۍ تر دوه نیم زره ډېر مشران، سوداګر، د نړیوالو مؤسسو، د مدني ټولنې او د رسنیو استازي راغونډ شوي دي، دا غونډه پرون رسماً پیل شوه او د جمعې تر ورځې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG