د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

«اېف. بي. ای» وايي د فدرالي ادارو تړل کېدو دوی ته سخت زیان اړولی


د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره یا «اېف. بي. ای» وايي، د فدرالي ادارو تړل کېدو دوی ته سخت زیان اړولی دی.

د امریکا د فدرالي ادارو د رخصتۍ او کارکوونکو ته‌یې د تنخواګانو د نه‌ورکولو یوه میاشت پوره شوه.

دې کړکېچ د ګڼو فدرالي ادارو کار ستونزمن کړی او د نورو تر څنګ د امریکا مهمې امنیتي ادارې «اېف. بي. ای» یا د فدرالي تحقیقاتو ادارې ته هم سخت زیان رسولی.

د چارواکو په وینا تحقیق کوونکي یې د پیسو د نشتوالي له کبله سفر نه‌شي کولای، څو له خلکو او یا د پېښو له شاهدانو سره خبرې وکړي او تر ټولو مهمه دا چې خپلو مخبرانو او جاسوسانو ته پیسې نه‌شي ورکولای.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې د مخبرانو د ټولنې مشر ټام او کانر د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د پیسو د نشتوالي له کبله‌یې عملیات ډېر متأثره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"راتلونکې جمعه د «اېف. بي. ای» نږدې ۱۳ زره ځانګړي کارمندان او په زرګونه نور تخنیکي او مسلکي کارمندان د دوهم ځل لپاره تنخوا نه تر لاسه کوي، ځکه د «اېف. بي. ای» په تمویل کې ځنډ رامنځته شوی دی."

د اېف بي ای لوګو
د اېف بي ای لوګو

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال د ډسمبر په ۲۲مه نېټه د فدرالي ادارو د تمویل لایحه رد کړه.

د ټرمپ غوښتنه دا ده چې کانګرس دې ورته له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړولو لپاره ۵،۷ میلیارده ډالر بودجه تصویب کړي.

کانګرس د ولسمشر ټرمپ دا وړاندیز رد کړی او د همدې کړکېچ په نتیجه کې د امریکا د فدرالي ادارو نږدې ۸۰۰ زره کارکوونکي بې‌تنخوا پاتې دي.

د مکسیکو سره پر پوله د ټرمپ د دېوال جوړولو پر طرحه د جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو ترمنځ اختلاف زیات دی.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ ویلي و، که د امریکا په کانګرس کې ډموکراتان د مکسیکو پر پوله د دېوال جوړولو طرحه تصویب کړي، دا به هم د هغو کډوالو اسناد د درې نورو کلونو لپاره تمدید کړي چې په ماشومتوب کې په غیر قانوني توګه امریکا ته ورغلي دي، خو دې وړاندیز هم تر اوسه ځای نه‌دی نیولی.

تمه دا ده چې ولسمشر ټرمپ به د راتلونکې سې شنبې په ورځ امریکايي ولس ته په خپله وینا کې د فدرالي ادارو په تړل کېدو ډېرې خبرې ولري.

خو دم‌ګړۍ دې ستونزې سیاسي رنګ خپل کړی او داسې نه‌ښکاري چې په ورځ دوو کې دې دواړه لوري سره کوم جوړجاړي ته ورسېږي او د دې هېواد تړلې فدرالي ادارې دې پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG