په شمال زون کې د پوځي عملیاتو له امله سلګونه طالبان وژل شوي.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د بلخ ولایت چمتال، چهاربولک او بلخ ولسوالۍ لسګونه کلي یې د طالبانو له وجوده پاک کړي.
د شاهین قول اردو مشر ولي محمد احمدزی وايي، په بلخ کې په ولید ۳۴ عملیاتو کې څه باندې ۳۰ طالبان وژل شوي او همداراز په فاریاب کې د ایثار ۱۰ عملیاتو په ترځ کې څه باندې ۶۰۰ وسلهوال مخالفین لهمنځه تللي.
د ازادي راډیو خبریال د ولید ۳۴ عملیاتو په درشل کې چهاربولک ته ورغلی او هلتهیې له ښاغلي احمدزي سره مرکه کړې.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: