د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

ویسا: کومو کسانو چې سیالیو ته نومونه ولیکل د هېواد د مصیبتونو په کیسه کې نه‌دي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د نوماندانو د نوم‌لیکنې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ولسمشرۍ د انتخاباتي سیالیو لپاره د نوم‌لیکنې بهیر پرون بشپړ شو.

ورځپاڼه لیکي:

  • دا چې د ولسمشرۍ انتخابات به په کوم ډول شرایطو کې ترسره کېږي؟
  • څومره به وضعه او شرایط ورته برابر وي؟
  • او په انتخاباتي کمېسیونونو کې به بدلونونه راشي او که نه؟ بېل بحث دی.

خو کومو کسانو چې سیالیو ته نومونه ولیکل دوی د هېواد د وضعې او روانو مصیبتونو په کیسه کې هم نه‌دي.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي:

دوی دې ته ډېره بیړه لري چې عملاً دغې پروسې ته ورننوځي، په ځانګړي ډول د ولسمشر غني پرونۍ خبرې دا ښيي چې هغه په هر صورت د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کوي، که‌یې پایلې هر څه راووځي، خو دی په نوموړې پروسه کې د خنډ او ځنډ ځای نه‌ویني.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، یو شمېر انتخاباتي ټیمونه د ریاستي نظام پلویان دي او یو شمېر نور بیا صدارتي یا نیمه صدارتي نظام غواړي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، د تامل وړ موضوع دا ده، په تېر حکومت کې چې د اساسي قانون له مخې ریاستي نظام و، هم ټول واک د ولسمشر سره و او اوس چې ریاستي نظام دی هم فساد تر بل هر وخت زیات شوی دی.

ورځپاڼه لیکي:

د حامد کرزي او محمد اشرف غني د ولسمشرۍ دورو ته په پام سره دا ویلی شو چې ان د ولسمشر مرستیالانو لازم صلاحیت نه‌درلود او دا نمایشي کرسۍ وې.

د سرمقاله لیکونکي په باور، مرستیالان باید سر له اوسه خپل اجرائیه صلاحیتونه مشخص کړي او په‌دې ځان پوه کړي چې په راتلونکي حکومت کې به څه صلاحیت او رول ولري؟

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په‌دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، تمه ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره دغه کاندیدان خپلو خلکو او هېواد ته د سترو او رښتینو خدمتونو لپاره خپلو ژمنو ته بیا د عمل جامه ورواغوندي او د پلي کولو وړتیا، اهلیت، کفایت او ظرفیت ولري.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

ولس د همدې تمه لري، خو په خبره‌یې ډېری دغه کاندیدان د بري هېڅ چانس نه‌لري، بلکې یوازې یې د ناوړه استفادې او ناوړو معاملو له مخې د ملي ګټو پر ځای د خپلو شخصي ګټو لپاره ځانونه کاندید کړي دي.

XS
SM
MD
LG