د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲ غویی ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۰

د یونان په مرکز اتن کې مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې


په یونان کې مظاهرې

د لسګونه زره کسانو هغه مظاهرې چې په اتن کې د یونان پارلمان ته نږدې پیل شوې وې، په تاوتریخوالي واوښتې.

دا مظاهرې پرون د یونان د حکومت د هغه توافق په اعتراض پیل شوي دي چې د خپل ګاونډي مقدونیې سره‌یې د مقدونیې د نوم د بدلون په اړه کړی دی.

اعتراض کوونکو د بلوا ضد پولیس په ډبرو ویشتل.

پولیسو هم چې پارلمان ته‌یې د هغوی د ننوتلو مخه نیوله له اوښکې بهوونکي ګازه کار واخیست.

په‌دې مظاهرو کې نهه پولیس افسران ټپیان شول.

د یونان د صدراعظم الیکس سیپراس حکومت د مقدونیې له صدراعظم زوران زایف سره د تېر کال په جون میاشت کې موافقه وکړه چې د مقدونیې نوم په شمالي مقدونیه بدل شي او اتن به په بدل کې په اروپایي اتحادیه کې د مقدونیې د شاملېدو له مخالفته لاس واخلي.

د دغو دوو هېوادونو د نوم پر سر دعوا له‌دې کبله ده چې د یونان یوه سیمه چې له مقدونیې سره پر پوله موقعیت لري هم مقدونیه نومېږي.

په راتلونکي کې د احتمالي سرحدي سوء تفاهم د مخنیوي لپاره دواړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې د مقدونیې نوم په شمالي مقدونیې بدل شي.

XS
SM
MD
LG