د ترکیې څارنوالانو په استانبول کې د امریکا د قونسلګرۍ یو سیمهییز کارکوونکی متین توپوز د ترکیې د حکومت د سقوط په هدف په جاسوسۍ مجرم ګڼلی او د هغه د ابدي حبس غوښتنهیې کړې ده.
د متین توپوز پر وړاندې په ۷۸ پاڼو دوسیه کې چې د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس لاس ته ورغلې، لیکل شوي چې توپوز په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د پولیسو یو شمېر افسرانو سره ډېرې نږدې اړیکې درلودې چې هماغه کال د فساد ضد تحقیقاتو سبب شول.
پهدې کې لوړپوړي حکومتي چارواکي هم شامل وو.
د ترکیې حکومت فتحالله ګولن په هغه څه چې انقرهیې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې عدلي کودتا بولي، تورن کړی او د ګولن شبکهیې ترهګره وبلله.
ګولن دغهراز د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا په پلانولو تورن دی، خو دغه امریکا مېشت مذهبي مشر دغه تورونه رد کړي دي.
د څارنوالانو د ادعا له مخې متین توپوز چې په استانبول کې د امریکا په قونسلګرۍ کې د ژباړن او د نشهیي توکو په برخه کې کار کوي، چارواکو ته ویلي چې له څو پولیس افسرانو سرهیې تماسونه نیولي چې ویل کېږي له فتحالله ګولن سرهیې اړیکې درلودې.
څارنوالان وایي، د توپوز دا اعتراف د هغه د جرم څرګندویي کوي او هغه مهال له پولیسو سره د ده اړیکې د ده له کاري صلاحیتونو څخه پورته وې.
اسوشیټېډ پرس نهدی توانېدلی د توپوز د مدافع وکیل تبصره واخلي.
ټاکل شوې د دې قضیې وروستۍ پرېکړه د محکمې یو قاضي وکړي.
د ویلو ده په هغو شااوخوا ۳۰ کسانو کې چې د متین توپوز پر ضد یې دعوا کړې ده، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ترکیې د کابینې څو پخواني وزیران هم شامل دي.
د ۲۰۱۷ میلادي کال په اکټوبر کې د توپوز په نیول کېدو سره د امریکا او ترکیې اړیکې ترینګلې شوي چې سبب شو، دواړه هېوادونه د یو بل وګړو ته د دوو میاشتو لپاره ویزې وځنډوي.