د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

جنرال ووټل له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسې غږېدلی


د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل
د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل د پاکستاني پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې دي.

جنرال ووټل په داسې مهال د پاکستان سفر کړی چې په‌دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم د افغانستان د سولې پر لارو چارو د خبرو لپاره د پاکستان سفر وکړ او د دې هېواد له صدراعظم عمران خان، د پوځ له مشر او نورو چارواکو سره‌یې ولیدل.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» د یکشنبې په ورځ په یوې خپرې کړې خبرباڼه کې ویلي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جوزف ووټل په مشرۍ پلاوي د پاکستاني پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر امنیتي وضعیت سربېره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړي.

خبرپاڼه وايي، جنرال باجوه جنرال جوزف ته یو ځل بیا ویلي:

"د سیمې د امنیت لپاره په افغانستان کې سوله ضروري ده، پاکستان پر خنډونو سربېره د سیمې د امنیت لپاره په ټولو هڅو کې پراخه برخه اخیستې او دا لړۍ به جاري وساتي."

له بلې خوا بیا د امریکا پر پوځي پلاوي سربېره د سناتور لېندسي ګراهام په مشرۍ یوه سیاسي پلاوي هم پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره پر دوه اړخیزو مسایلو، پر سیمه‌ییزو او نړیوالو حالاتو او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ یو بانفوذه جمهوري غوښتونکی لېندسي ګراهام په اسلام‌اباد کې
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ یو بانفوذه جمهوري غوښتونکی لېندسي ګراهام په اسلام‌اباد کې

د امریکا دغه سیاسي او پوځي پلاوي په‌داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې په‌دې وروستیو کې د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د امریکا د متحده ایالاتو هڅې زیاتې شوي او د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم سیمې ته د خپل سفر په اوږدو کې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان سفر وکړ.

خلیل‌زاد د دغه سفر په اوږدو کې د پاکستان د پوځ پر مشر او د بهرنیو چارو پر وزیر سربېره د لومړي ځل لپاره له صداراعظم عمران خان سره هم ولیدل او د افغانستان د سولې پر پروسه‌یې ورسره خبرې وکړې.

نوموړي تر پاکستان مخکې د هند، چین او افغانستان سفر هم کړی و.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي خان په‌دغه لیدنه کې یو ځل بیا د پاکستان هغه هوډ تکرار کړ چې په افغان سوله کې به خپلې هڅې نه‌سپموي.

XS
SM
MD
LG