د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

اوریا: پر انتخاباتي ټيمونو د سیاسي ګوندونو وېش تکتیکي کړنه ده


ارشیف، د افغانستان د لوی ملي ائتلاف پخوانی ویاند فضل الرحمان اوریا
ارشیف، د افغانستان د لوی ملي ائتلاف پخوانی ویاند فضل الرحمان اوریا

له دې سره سره چې یو شمېر ګوندونه د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې له بېلابېلو نوماندانو د ملاتړ په برخه کې وېشلي ښکاري، خو شنونکي وايي، دا یوازې یو تکتیکي چلند دی.

که څه هم په کومه کچه چې د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د نوماندۍ لپاره معلوماتي کڅوړې تر لاسه شوې وې، له یاد شمېر له نیمايي کمو کسانو هم نوم لیکنه نه ده کړې، خو بیا هم ځيني ګوندونه له بېلابېلو نوماندانو د ملاتړ په برخه کې وېشلي ښکاري.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر شنونکي دا وېش تکتیکي بولي او وايي چې ډېری دغه انتخاباتي ټیمونه به په راوروسته کې سره یو شي.

د افغانستان د لوی ملي ائتلاف پخوانی ویاند فضل الرحمان اوریا وایي:

"تکتیکي برخورد دی، ځيني تکتیکي کار کوي، ګوندونه زیات نه دي متضرر شوي، خو ائتلافونه متضرر شوي دي."

د افغانستان د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې جنبش ملي اسلامي ګوند او جمیعت اسلامي ګوند له څو کاندیدانو ملاتړ کړی دی، خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند بیا خپل مشخص کاندید وړاندې کړی چې مرستیالان یې هم خپل دي.

ښاغلی اوریا وايي، یوازې جمعیت اسلامي ګوند یو څه اغېزمن شوی، ځکه په خبره یې چې غوښنې برخې یې له حنیف اتمره ملاتړ کړی دی.

د ولسمشرۍ راروانو انتخاباتو ته د نوم لیکنې لپاره له ۷۰ زیاتو کسانو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړې وې، خو د ولسمشر غني تر نوم ثبتونې پورې د نوماندانو شمېر ۱۴ و.

په ورته وخت کې د سیاسي ګوندونو یو شمېر استازي د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ګوندونو په اغېزمن رول ټینګار کوي.

د حزب اسلامي ګوند د رسنیز ټیم غړی فضل غني حقمل ازادي راډیو سره به خبرو کې وویل:

د حزب اسلامي ګوند نښان
د حزب اسلامي ګوند نښان

"په ډموکراسۍ کې په تېره بیا د انتخاباتو په بروسه کې د ګوندونو رول او موجودیت ډېر حیاتي او مهم دی، له نېکه مرغه په افغانستان کې ګوندونو خپل اهمیت له لاسه نه دی ورکړی او اوس هم مونږ یو شمېر مطرح سیاسي ګوندونه لرو چې ځینو یې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته خپل کاندیدان درولي او ځینو له یوه مشخص نومانده ملاتړ کړی دی."

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې له مخې به د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸ لمریز کال د سرطان د میاشتې په ۲۹مه ترسره کېږي.

خو دا چې په جوړو شویو انتخاباتي ټیمونو کې به کوم ټیم بری خپلوي، له وخته مخکې خبره ده او د شنونکو په اصطلاح، تکتیکي چلندونو ته په پام سره اټکل یې هم ستونزمن دی.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG