د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

هېواد: د پاکستان اجنډا او سیاست په افغانستان کې د تپل شوې جګړې دوام دی


د کابل ورځپاڼو نن هم د خپلو بحثونو زیاته برخه د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو او د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر ته ځانګړې کړې ده.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې طالبان د پاکستان له فشارونو سره سره په اسلام اباد کې له ښاغلي خلیلزاد سره خبرو ته حاضر نشول.

ورځپاڼې وړاندې د پاکستان له سفر وروسته د ښاغلي خلیلزاد ټوېټر ته په اشارې لیکلي دي چې په اسلام اباد کې یې په تېرو دوو ورځو کې له ډېرو پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په باب خبرې کړي او د عمران خان په ګډون د پاکستان مهمو چارواکو ورته د سولې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د ښاغلي خلیلزاد له دغو څرګندونو ښکاري چې اوس د سولې بحث د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پر ځای، د پاکستان او امریکا معاملې ته پاتې شو چې د ورځپاڼې په وینا، دا معامله به افغانانو ته ګرانه تمامه شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې طالبانو د افغان سولې په تړاو د امریکا له ځانګړي استازي سره د خبرو لپاره د پاکستان وړاندیز ونه مانه.

ورځپاڼې وړاندې د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخيستل شوی، لیکلي دي چې طالبان نه غواړي چې د دوی او امریکا ترمنځ په خبرو کې پس له دې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات کوم رول ولري.

ورځپاڼه لیکي چې له بل لوري د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د پیل لپاره لا هم اختلاف موجود دی او هغه په دې معنی چې طالبان غواړي چې لومړی له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي خبرې وکړي، خو امریکا بیا وایي چې لومړی باید د سولې په اړه خبرې وشي او بیا د ځواکونو د وتلو په څرنګوالي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د طالبانو وروستي دریځ ته په اشارې چې نه د امریکا له ځانګړي استازي او نه هم له افغان حکومت سره خبرې کوي، لیکلي دي چې پر پاکستان له فشار پرته د سولې امکانات له منځه ځي.

ورځپاڼه لیکي چې که څه هم ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د عمران خان په ګډون د پاکستان مهمو چارواکو ورته د سولې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او بل لور ته افغان ولسمشر عمران ته بلنه ورکړې چې کابل ته راشي، څو د سولې په تړاو ورسره مفصلې خبرې وشي، خو د ورځپاڼې په وینا، د پاکستان اجنډا او سیاست څرګند دی او هغه په افغانستان کې د تپل شوې جګړې دوام دی چې د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو په وسیله یې پرمخ وړي.

د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د کابل ورځپاڼو د بحث بله توده مسئله ده.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله نن د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ځانونه کاندیدوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ډاکتر عبدالله عنایت فرهمند د لومړي مرستیال په توګه او اسدالله سعادتي د دوهم مرستیال په توګه ټاکلي دي او د دې ترڅنګ یې خلیل کرزي ته د اجرائیه ریاست څوکۍ په پام کې نیولې ده.

د ورځپاڼې په وینا، د ولسمشر غني په ټیم کې امرالله صالح د لومړي مرستیال په توګه او سرور دانش د دوهم مرستیال په توګه ټاکل شوي دي، خو په دغه ټیم کې اجرائیه ریاست ته ځای نه دی ورکړل شوی.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې نن د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د نوم لیکنې وروستۍ ورځ ده او تراوسه پورې لسو کسانو ځانونه د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کاندید کړي دي.

ورځپاڼې وړاندې د انتخاباتو د کمېسیون د یو ویاند حفیظ الله هاشمي په حواله لیکلي دي چې هیله مند دي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو له مهالوېشه سرغړونې ته مجبور نشي.

د ورځپاڼې په وینا، هاشمي له ټولو هغو کسانو چې معلوماتي کڅوړې یې وړي، وغوښتل چې د نوم لیکنې د بهیر تر بشپړېدو پورې ځانونه راجستر کړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د کمېسیون په حواله لیکلي دي چې دوی یوازې د هغو کاندیدانو نوم لیکنه کوي چې دوه مرستیالان ولري او هغه کسان نه راجستر کوي چې د دوو مرستیالانو ترڅنګ یې د درېیم کس نوم هم لیکلی وي.

XS
SM
MD
LG