د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

د مېرمن پلوسي د سفر د مخنیوي په اړه د نړیوالو ورځپاڼو اندونه!


ډېرو امریکايي ورځپاڼو افغانستان او بلجیم ته د امریکا د استازو د جرګې مشرې نانسي پلوسي د سفر د مخنیوي په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

وروسته له دې چې د پنجشنبې په ورځ افغانستان او بلجیم ته د مېرمن پلوسي د سفر د مخنیوي خبر خپور شو، د دغه هېواد د کانګرس یو شمېر غړو او رسنیو پرې سخت بحثونه پیل کړل.

واشنګټن ایګزامینر:

واشنګټن ایګزامینر ورځپاڼې د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې د رئیس اډم سمېټ څرګندونې خپرې کړي.

دا جمهوریپال سناتور له هېواده دباندې د نانسي پلوسي د سفر د مخنیوي په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه غیر ډموکراتیکه ګڼي.

پلوسي غوښتل چې په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره وویني.

اډم سمیټ هم ویلي:

"له هېواده بهر له پوځیانو سره د کانګرس د غړو د کتنې مخنیوی خطرناک او غیر ډموکراتيک دی."

پولیټیکو:

پولیټیکو ورځپاڼې هم په همدې موضوع لیکنه چاپ کړې ده.

دې ورځپاڼې د پلوسي څرګندونې را اخیستي دي.

هغې خبریالانو ته وویل چې ټرمپ د دوی د سفر په مخنیوي سره په صحنه کې د خطر د زیاتېدو احساس زیات کړی دی.

دې د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ تورن کړ چې د دوی د سفر خبر یې افشا کړ او په دې توګه یې دوی له خطر سره مخامخ کړل.

ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې پلوسي او د کانګرس نور غړي دې په تجارتي الوتکه کې لاړ شي.

د مېرمن پلوسي په وينا، له دې سره په افغانستان کې د دوی لپاره وضعیت نور هم خطرناکه کېږي.

د ټرمپ ادارې د امریکا د کانګرس پر غړو بندیز ولګاوه چې د نيمايي حکومتي چارو په ټپه درېدو پر مهال د دولت په الوتکو کې سفر نشي کولای.

XS
SM
MD
LG