د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

خلک: په بلخ کې جګړې او نا امنۍ زرګونه کسان بې کوره کړي


آرشیف، په افغانستان کې ځينې بېځایه شوې کورنۍ
آرشیف، په افغانستان کې ځينې بېځایه شوې کورنۍ

په بلخ ولایت کې جګړې او نا امنۍ زرګونه کسان بې کوره کړي دي.

په بلخ کې د چهاربولک او چمتال ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو له ډله ییزو حملو راوروسته په یادو سیمو کې د ولید ۳۴ پیل شوي عملیات ډېر ورو پر مخ ځي.

د یادو شویو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې ملکي خلکو ته هم تلفات اوښتي او زرګونه کسان په دې سیمو کې اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او بېځایه شي.

د چهاربولک او چمتال ولسوالیو دوه اوسېدونکي داسې وايي:

"امام الدین یم له چهاربولک ولسوالۍ څخه، د دولتي ځواکونو له لوري کوم عملیات چې پيل شوي، ډېر ورو پر مخ ځي، د خلکو کورونه په نښه کوي او زرګونه کسان یې اړ کړي چې خپل کورونه او سیمې پرېږدي."

"زه مسعود د چمتال ولسوالۍ یم، طالبان پر دولتي پوستو ډله ییزې حملې ترسره کوي او دولت هم د هغوی په وړاندې عملیات پيل کړي دي، په دغو حملو کې خلک هم متضرر شوي دي، خلک له داړو لورو هم دولتي ځواکونو او هم طالبانو له خوا ځورول کېږي."

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان له دوو اوونیو راپه دېخوا د دې ولسوالۍ پر ۹۰ سلنه خاوره حاکمیت کوي او یوازې د ولسوالۍ په مرکز کې امنیتي ځواکونه واکمن دي.

آرشیف، د افغانستان په یوه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو جریان
آرشیف، د افغانستان په یوه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو جریان

​د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي هم ادعا کوي چې له کابو ۱۰ وروځو راپه دېخوا طالبانو د محلي پولیسو پر امنیتي پوستو وسله والې ډله ییزې حملې ترسره کړي او هغوی ته یې دارنه تلفات اړولي دي.

دوی ادعا کوي چې د طالبانو پر ضد پیل شوي عملیات په دې ولسوالۍ کې ډېر ورو پر مخ ځي او دولت باید څومره ژر چې ممکن وي، طالبان له دغو سیمو په شا وتمبوي.

په همدې حال کې د بلخ امنیتي چارواکي په چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې په پيل شویو ولید ۳۴ عملیاتو کې ورو والی مني، خو وايي چې له دغه کاره یې هدف د ملکي تلفاتو مخنیوی او د طالبانو بشپړه نابودي ده.

د بلخ امنیې قوماندان محمد اکرم سامع د ولید ۳۴ عملیاتو په اړه وايي:

"د جګړې کیسه ډېره خوندوره ده او خپله جګړه ډېره ترخه پایله لري، د عملیاتو پلان جوړونه ترسره شوې، د ولید ۳۴ عملیات له درېیمې ورځې څخه څلورمې ورځې ته د ور داخلېدو په حال کې دي، که تاسو یې طرف دار نه یۍ چې محرمیتونه افشا شي، فقط دا چې عملیات پلان شوي او بلواګر به په کې وځپل شي."

د معلوماتو پر اساس، په تېرو دوو اوونیو کې په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د طالبانو په ډله ییزو حملو کې ۵ ملي پولیس او نېږدې ۳۰ محلي پولیس وژل شوي.

چارواکي وايي چې په دې موده کې له ۴۰ ډېر طالب وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

طالبانو تر دې دمه د ولید ۳۴ عملیاتو په اړه تبصره نه ده کړې.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG