د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

نیویارک ټایمز : د سرطان میاشتې انتخابات، له ننګونو او ګواښونو سره مخ دي


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتي سیالیو تمرکز کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې په دې انتخاباتي سیالیو کې د حکومت ګڼ مخکیني چارواکي د ولسمشر اشرف غني په وړاندې دریدلي دي.

نیویارک ټایمز دې ته پام کړی چې سر له اوسه په دې انتخاباتو کې د درغلیو اندېښنې را ولاړې شوي او ښايي بیا هم بې ثباتي زیاته شي.

په دوام کې راغلي: د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر چې ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندید په توګه نوم لیکلی دی تر اوسه د ولسمشر غني په وړاندې تر ټولو مهم سیال بلل کیږي.

نیویارک ټایمز : محمد حنیف اتمر تر اوسه د ولسمشر غني په وړاندې تر ټولو مهم سیال بلل کیږي.
نیویارک ټایمز : محمد حنیف اتمر تر اوسه د ولسمشر غني په وړاندې تر ټولو مهم سیال بلل کیږي.

خو نیویارک ټایمز د ولسمشر غني په انتخاباتي هڅو تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې: تمه کیږي دی د یکشنبې په ورځ له خپلو مرستیالانو سره یوځای نوم لیکنه وکړي.

په دوام کې راغلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا وار خپل لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم لرې کړی او پر ځای یې د ملي امنیت پخوانی رییس او د کورنیو چارو اوسنی سرپرست وزیر امرالله صالح راوستی دی.

نیویارک ټایمز : سر له اوسه په دې انتخاباتو کې د درغلیو اندېښنې را ولاړې شوي.

د نیویارک ټایمز په باور د سرطان میاشتې د ولسمشرۍ دا انتخابات په لومړي ګام کې له امنیتي ننګونو او د طالبانو له ګواښونو او بیا د پخوا په څېر د درغلیو له اندېښنو سره مخ دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایي رییس محمد یوسف رشید نیویارک ټایمز ته ویلي چې: د انتخاباتو کمیسیون ونه شوای کړای چې خلک خپل کړي نو ځکه په انتخاباتي کمیسیونونو کې تر انتخاباتو مخکې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده څو د کړکیچ مخنیوی وشي.

  • واشنګتن پُسټ

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې افغانستان ته د امریکا د استازیو جرګې د مشرۍ نانسي پلوسي د سفر د لغوه کېدو په اړه مقاله لیکلې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نانسي پلوسي ته لیک استولی او هغه یې د امریکا په پوځي الوتکو کې افغانستان ته له سفر منع کړې ده.

ټرمپ ننسي ته لیکلي چې د امریکا د فدرال ادارو اتو لکو کارکوونکو ته د معاشونو د ځنډېدو په خاطر به د ورته سفرونو ځنډول مناسب کار وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

کله چې د امریکا کانګرس له مکسیکو سره د دغه هېواد د دیوال د جوړولو لپاره بودیجه تصویب نه کړه د بودیجې د نشتوالي په سبب د فدرال ادارو د کارکوونکو معاشونه وځنډېدل.

دا ستونزه اوس دومره لویه شوې چې د واشنګتن پوسټ په خبره له افغانستانه د امریکايي استازیو د لیدنو په وړاندې یې خنډ جوړ کړی.

واشنګتن پُسټ: تمه وه چې د امریکا د کانګرس پلاوی افغانستان ته ولاړ شي او له امریکايي پوځیانو سره تر لیدنه وکړې .

واشنګتن پُسټ د امریکا د استازیو جرګې د یوې غړې الیني لوریا په حواله چې تمه وه له ننسي پلوسي سره افغانستان ته ولاړه شي لیکلي: د ټرمپ ادارې دا کار د امریکا هغو ویاړمنو ښځو او سړیو ته سپکاوی دی چې په افغانستان کې خدمت کوي.

تمه وه چې د امریکا د کانګرس پلاوی د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته ولاړ شي او له امریکايي پوځیانو سره تر لیدنې وروسته بلجیم ته ولاړ شي خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې سفر ممانعت وکړ.

ټرمپ بیا دغه پلاوي ته لیکلي که په تجارتي الوتکو کې ځي کومه ستونزه نشته.

XS
SM
MD
LG