د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

دَ هېل ورځپاڼه : په افغانستان کې به تغیرات رامنځته شي


  • دَ هېل ورځپاڼه

دَ هېل ورځپاڼې له افغانستان او سوریې د امریکايي سرتیرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرېکړې مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼه لیکي چې ټرمپ د چهارشنبې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې یوه ډله جمهوري غوښتونکو سناتورانو ته وویل چې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه یې طرحه نه ده بدله شوې.

د ورځپاڼې په لیکنه دا د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د یوه نوي عصر بیانوونکی دی.

دَ هېل لیکي یوه محافظه کاره سناتور راند پاول چې له ډېره وخته یې په پوځي مداخلو باندې د امریکا د بهرني سیاست د زیاتې اتکا په خاطر انتقاد کاوه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه ستایلې ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ جمهوري غوښتونکو سناتورانو ته وویل چې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه یې طرحه نه ده بدله شوې.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ جمهوري غوښتونکو سناتورانو ته وویل چې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه یې طرحه نه ده بدله شوې.

په دوام کې د پاول په حواله لیکل شوي چې په افغانستان کې به تغیرات رامنځته شي خو هغه زیاته کړې تر هغې مودې چې دی فکر کوي زیات په افغانستان کې پاتې کیږي.

دَ هېل ورځپاڼې د راند پاول په حواله لیکلي چې افغانان به اړ وي څو په خپله جګړو کې برخه واخلي او له خپل هېواده ساتنه وکړي.

د ټرمپ ادارې تېره میاشت اعلان وکړ چې له افغانستانه د شاوخوا اوه زره امریکايي سرتیرو د ایستلو بهیر به پیل کړي.

اوس وخت امریکا په افغانستان کې څوارلس زره سرتیري لري.

  • د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د خلکو حقونه د سقوط له خطر سره مخ دي او ملکیان ورځ تر بلې تهدیدیږي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ د کلني راپور په یوه لنډیز کې لیکلي چې افغانان د ۲۰۱۸ کال پر مهال مخ په زیاتیدونکي جنګ وځپل.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: افغانان د ۲۰۱۸ کال پر مهال مخ په زیاتیدونکي جنګ وځپل.

د رپوټ له مخې لسو زرو کسانو ته په دغه کال کې مرګژوبله واوښته چې دریمه برخه یې ماشومان دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په دغه رپوټ کې راغلي چې وسله والو مخالفینو په ښاري سیمو مرګوني بریدونه وکړل، مذهبي اقلیتونه یې هدف وګرځول، چارواکي او ملکیان یې ترور کړل او په رای ورکوونکو یې بریدونه وکړل .

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د رپوټ له مخې لسو زرو کسانو ته په دغه کال کې مرګژوبله واوښته چې دریمه برخه یې ماشومان دي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د رپوټ له مخې لسو زرو کسانو ته په دغه کال کې مرګژوبله واوښته چې دریمه برخه یې ماشومان دي.

رپوټ لیکي د امریکا متحده ایالتونو او افغانستان پوځیانو هم د پراخو هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو پر وخت ملکیانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پتریشیا ګاسمن ویلي د حکومتوالۍ ناکامي، د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته د مخالفینو بې پامی او د امریکا او نورو تمویلونکو هېوادونو لنډمهالې امنیتي ستراتيژۍ ناوړه پایلې وزیږولې.

د جنګ جګړو او ویرې له امله د ښوونځیو بندیدل، د ولسي جرګې په رای ورکونکو باندې مرګوني بریدونه، د ښځو ځورول او له هغوی سره بې عدالتي او د خبریالانو هدف ګرځول د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د کلني راپور عمده برخې جوړوي.

XS
SM
MD
LG