د بریتانیا صدراعظمه د پارلمان له سلب اعتماد څخه وژغورل شوه.
تر دې یوه ورځ مخکې د سې شنبې په ورځ د پارلمان اکثریت غړو له اروپایي ټولنې څخه د دې د بهر کېدو پلان رد کړی و، له دې سره اپوزېسیون کارګر ګوند په پارلمان کې د ترزا مې د سلب اعتماد مسئله مطرح کړه.
د تېرې شپې د رأیو په ترڅ کې د پارلمان ۳۰۶ غړو ترزا مې ته منفي او ۳۲۵ غړو موافقې رأیې ورکړې.
پهدې ډول اغلې مې وتوانېده چې د ۱۹ رأیو په توپیر د صدارت پر څوکۍ پاتې شي.
ترزا مې د دې نتیجې هرکلی وکړ، خو په ورته وخت کې یې ژمنه وکړه چې له اروپایي ټولنې څخه د وتلو هڅو ته به دوام ورکړي.
نوموړې زیاته کړه:
"زه خوشاله یم چې پارلمان نن شپه حکومت ته د اعتماد رأیه ورکړه. دا مسؤلیت اسانه نهدی او زما حکومت به د شفافیت د زیاتېدو، د امنیت د تضمین او زموږ د یو موټي کېدو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي او موږ به همداراز خپلو هڅو ته دوام ورکړو ترڅو هغه جدي ژمنه چې د دې هېواد له خلکو سره مو کړې ده، د ټولپوښتنې نتیجه عملي کړو او له اروپایي ټولنې به بهر شو."
د بریتانیا خلکو د ۲۰۱۶ میلادي کال د جون په ۲۳مه د ټولپوښتنې په ترڅ کې له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پرېکړه کړې وه.
له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په برخه کې د پارلمان د سې شنبې د ورځې پرېکړې ته صدراعظمه ترزا مې حیرانه شوه، ځکه چې ۴۳۲ تنو له اروپایي ټولنې څخه له وتلو سره مخالفت وکړ او ۲۰۲ تنو موافقه لرله.
له دې سره هغه پلان ګډوډ شوی دی چې د مارچ تر ۲۹مې باید بریتانیا له اروپایي ټولنې ووځي.
ځیني کتونکي پهدې باور دي که لندن د حل لاره پیدا نهکړي بریتانیا به له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ شي.
صدراعظمې مې وویل چې د راتلونکو ګامونو د اخیستو لپاره به له پارلمان سره سلا مشوره وکړي، خو دې ونهویل چې څه ګامونه به اخلي.
یو شمېر کتونکي پهدې باور دي چې ښایي بریتانیا له اروپایي ټولنې څخه د وتلو نېټه وځنډوي یا له سره ټولپوښتنه وکړي.
د اروپا د کمېسیون رئیس ژان کلود یونکر وویل، د صدراعظمې مې د پلان له ردېدو سره له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو د پلان د ګډوډۍ وېره رامنځته شوې ده.