- کرېسشن ساينس مانيټر
کرېسشن ساينس مانيټر ورځپاڼې له افغانستان او سوريې څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته کتلي او لیکلي يې دي: داسې اقدام وضعیت پر دوه لارو دروي.
ورځپاڼې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ډموکرات ګوند له لوړپوړي سناتورې الیزابت وارین سره په همدې اړه توافق ته پام کړی دی.
د کرېسشن ساينس مانيټور په وينا، د داسې يوه توافق په صورت کې داسې باور رامنځته کېږي چې په افغانستان او سوريه کې د امريکا حضور يوه تېروتنه وه.
خو دا چې امريکايي ځواکونه تر اوسه په دواړو هېوادونو کې حضور لري، د ورځپاڼې په باور دليليې دا دی چې د امريکا د دفاعي او بهرنۍ پالېسۍ د ادارو تر منځ بشپړه توافق نهشته.
په مقاله کې راغلي، ډونالډ ټرمپ ښايي له سوريې د ځواکونو ايستل او په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر کمولو پرېکړه عملي کړي، خو په افغانستان کې تر ۱۸ کلونو جګړې وروسته په امریکا کې یو پالېسي جوړوونکی هم په دې باور نهدی چې دا جګړه ګټل کېدای شي.
کرېسشن ساينس مانيټور ليکلي چې په افغانستان او سوريه کې د امریکا د جګړې په اړه دوه ځوابونه شته، یوه ډله دې ته نه وايي او بله ډله ورته هو وايي چې تر هر اقدام مخکې بايد فکر وشي.
- نيویارک ټايمز
نيویارک ټايمز ورځپاڼې په کابل کې جنایي جرمونو او د افغانستان د کورنيو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح هڅو ته کتلي دي.
د ورځپاڼې په وينا، کابل یوازې د ځانوژونکو له تهديد سره مخامخ نهدی، بلکې وسلهوال خلک چې زورواکي خوندي ساتي، دې ښار ته یوه لویه ننګونه ده.
نيویارک ټايمز: کابل یوازې د ځانوژونکو له تهديد سره مخامخ نهدی، بلکې وسلهوال خلک دې ښار ته یوه لویه ننګونه ده.
نيويارک ټايمز دې ته پام کړی چې د امرالله صالح په مدیريت کې د پولیسو چارواکو په کابل کې د نظم راوړلو او د پولیسو د ځواکونو د پياوړي کولو په برخه کې جدي هڅې پيل کړې دي.
د ورځپاڼې په وينا، امرالله صالح د خپل کار له پيل وروسته نوښتونه کړي چې وسلهوالې ډلې وځپل شي.
نيويارک ټايمز لیکلي، د ښاغلي صالح هڅې په دې خاطر دي چې د افغانستان پوليس چې ځيني وختونه په فساد او بېکفايتۍ تورن شوي، بېرته خپل هويت تر لاسه کړي.
ورځپاڼې په کابل کې د ښځو او سولې د مطالعاتو ادارې د اجرائيه ریسې وږمه فروغ خبرو ته کتلي چې وايي، له تيرې اوونۍ راهیسې د خلکو نظر تغیير کړی دی او اوس ډېری خوشبینه دي چې په وضعیت کې بدلون ممکن دی.
په مقاله کې همداراز د مشکوکو کسانو نيول کېدو، د زورواکو د نومونو افشا کېدو، د غير قانوني وسلو انتقال او یو شمېر نورو مشکوکو کسانو ته هم پام شوی دی.
مقاله ليکي، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو کمانډو ځواک په تيارسی حالت کې دي چې څوک د پولیسو د افسرانو پر وړاندې مقاومت ونهکړي او له نظاميانو سره هر ډول ملاتړ وکړي.