د کابل چاپ ورځپاڼو نن هم د خپلو تبصرو یوه برخه د سولې په تړاو روانو هڅو ته ځانګړې کړې او پهدې اړهیې د بېلابېلو لورو نظرونه خپاره کړي دي.
- مسیر
مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې له جدي خنډونو سره مخامخ دي او په اماراتو کې د دوی ترمنځ له لومړنۍ غونډې وروسته په جده، قطر او پاکستان کې درې کېدونکې غونډې لغوه شوې دي.
ورځپاڼې وړاندې هڅه کړې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د جدي خنډ لامل وڅېړي او لیکي چې امریکا هڅه کوي چې طالبان، له روسیې، چین او ایران څخه لیرې وساتي، څو دا هېوادونه د سولې په پروسه کې دومره ښکېل نهشي چې په پرېکړو اغېز پرېباسي.
ورځپاڼه لیکي چې د امریکا دوهمه هڅه دا ده چې له طالبانو سره خبرې د پاکستان له دریځه مخکې ولاړې شي او طالبان او افغان حکومت هم سره مخامخ کړي.
خو د ورځپاڼې په وینا طالبان بیا هڅه کوي چې دا کړۍ ماته کړي او د سولې په خبرو کې روسیه، چین او ایران ځکه ورګډ کړي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د دوی دریځ پیاوړی شي.
- ملي ارمان
خو ملي ارمان ورځپاڼې بیا طالبانو ته د نږدې سرچینو په حواله لیکلي دي چې طالبانو له امریکایي چارواکو سره راتلونکې غونډه ځکه رد کړې چې د دوی په وینا امریکایان د ابوظبي په غونډه کې له خپلو کړو ژمنو په شاه شول.
ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې له امریکایانو سرهیې ژمنه کړې وه چې په راتلونکو غونډو کې به له طالبانو سره له افغانستانه د امریکایي پوځپانو د وتلو په څرنګوالي خبرې کوي، خو د سرچینو په وینا امریکایان د دوحې غونډې ته له یوې جلا اجنډا سره ورغلل.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ له دغه اختلاف وروسته موافقه وشوه چې د روانې جنورۍ میاشتې په اتمه نېټه په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ دوه اړخیزه غونډه وشي چې پهکې د پاکستان، عربستان او متحده عربي اماراتو استازي برخه ونهلري، خو امریکا د ناڅرګندو دلایلو له مخې غونډې ته حاضره نهشوه.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د طالبانو د یوې اعلامیې په حواله لیکلي دي چې په نوي ځای کې او د نوي اجنډا خبرو ته په هېڅ صورت حاضر نهدي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې طالبانو پهدې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې پهدې اړه فشار راوړل بېځایه دي او که دوام وکړي، نو خبرې به وځنډوي.
ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې امریکا د قطر د لومړنۍ ناستې پر خلاف اوس په اجنډا کې نور مسایل شاملوي او ویل کیږي چې په نوې اجنډا کې مهمه مسئله له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې دي، حال دا چې د دوی او امریکا ترمنځ یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې شاملې وې.
- هېواد
خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د سولې په خبرو کې موجوده ستونزې د سعودي عربستان او قطر ترمنځ له اختلافاتو سره تړي او لیکي چې د سعودي او قطر اختلاف افغان سولې ته زیان اړولی دی.
ورځپاڼه لیکي چې دا یوه ښکاره خبره ده چې که د سولې خبرې په قطر کې وشي، نو سعودي عربستان او متحده عربي امارات پهکې ګډون نهکوي او طالبان پهدې ټینګار کوي چې دا خبرې دې په دوحه کې وشي.
ورځپاڼه لیکي چې طالبانو په جده کې په کېدونکې غونډه کې له دې امله ګډون ونهکړ چې په هغې کې د افغان حکومت استازو برخه اخیستله.
د ورځپاڼې په وینا له دې وروسته د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ترمنځ په قطر کې کېدونکې غونډه په اجنډا کې د شاملو مسایلو پر سر د اختلاف له کبله لغوه شوه، خو اوس په پام کې ده چې د دوی ترمنځ بله غونډه وشي چې دا ځلې د غونډې د ځای پر سر اختلاف موجود دی او ممکن دا ځلې دغه اختلاف خبرې وځنډوي.