د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه د «ترزا مې» طرحه رد شوه


د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې پارلمان ته د وینا پر مهال
د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې پارلمان ته د وینا پر مهال

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو یا برېګزېټ طرحه یو ډېر حساس او لانجمن پړاو ته رسېدلې.

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه د دې هېواد د صدراعظمې طرحه تېره شپه د دې هېواد پارلمان په اکثریت رأیو رد کړه.

په‌دې اړه تېره شپه د صدراعظمې ترزا مې طرحې ته د بریتانیا د پارلمان له‌خوا د منفي رأیې ورکول د دې هېواد په تاریخ کې د حکومت یوه لویه ماته ګڼل کېږي.

مېرمن مې پر دې طرحې تر رأی ورکولو مخکې د بریتانیا پارلمان ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې له اروپايي ټولنې څخه دې د بریتانیا د وتلو دې طرحې ته کافي رأیې ورکړي.

د بریتانیا صدراعظمه ټرزا مې
د بریتانیا صدراعظمه ټرزا مې

​نوموړې زیاته کړه:

"‌په‌دې شېبو کې د ټولو مسؤلیت ډېر دروند دی. د دې تاریخي پرېکړې لپاره چې زموږ او زموږ د هېواد د نسلونو راتلونکی جوړوي."‌

خو د پارلمان ۴۳۲ غړو د مې طرحې ته منفي رأیې ورکړې او یوازې ۲۰۲ استازو دا طرحه تأیید کړه.

د ۲۳۰ رأیو توپیر د بریتانیا په پارلمان کې بې‌سابقې بلل شوی دی.

د بریتانیا پارلمان ۶۵۰ غړي لري چې ۶۳۴ تنو یې د سې شنبې د ورځې په غونډه کې برخه درلوده.

اوس چې د بریتانیا حکومت ونه‌توانېده له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د ایستلو د طرحې لپاره د پارلمان موافقه تر لاسه کړي، نو درې ورځې وخت لري څو پارلمان ته نوې طرحه وړاندې کړي.

بله مرحله هم کولای شي چې حکومت ته د بې‌باورۍ په رأیو او یا تر وخت مخکې انتخابات ته په لاره هوارولو تمامه شي.

له توافق پرته وتل او یا بیا د اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه ټول‌پوښتنه ترسره کول هم هغه څه دي چې د بریتانیا حکومت‌یې ښايي ترسره کړي.

د برېګزېټ یا اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د ایستلو مهم مخالف د دې هېواد کارګر ګوند دی.

آرشیف، د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین
آرشیف، د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین

دې ګوند دمخه تر دې هم ویلي و چې صدراعظمه ترزا مې د پارلمان د غړو د ملاتړ په تر لاسه کولو کې پاتې راغلې.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په یوه ټول‌پوښتنه کې د بریتانیا زیاتو خلکو له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په پلوۍ رأيې ورکړي.

په دې برخه کې ابتدايي چارو تر اوسه د بریتانیا د حکومت لپاره مثبت نتایج نه‌دي لرلي او د دې هېواد برخلیک‌یې نور هم پېچلی کړی دی.

ټاکل شوې ده چې بریتانیا د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۲۹مه نېټه رسماً له اروپايي ټولنې ووځي، خو داسې ښکاري چې په‌دې اړه به د اروپايي ټولنې د نورو غړو هېوادونو سره خبرې اترې وغځول شي، ځکه دا مهال د دې طرحې په وړاندې مخالفتونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG