د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۱

ډیپلومات خپرونه: طالبان د سولې مسئلې ته بیړه نه‌کوي


د وسله‌والو طالبانو یوه ډله چې په ننګرهار کې د اوربند پر مهال ګرځي

لوېدیځو چاپي خپرونو په خپلو تازه ګڼو کې تر ډېره د کابل د دوشنبې د ورځې د موټر بم پېښه څېړلې ده.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال لیکي، دا چاودنه په داسې وخت کې شوې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر خبرو ټینګار کوي او هلې ځلې یې پیل کړې دي.

په کابل کې د دوشنبې د ورځې د چاودنې مسؤلیت طالبانو منلی دی، په دې موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۱۴ نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې د وروستۍ چاودنې ټپيان روغتون ته د لېږدولو پر مهال
په کابل کې د وروستۍ چاودنې ټپيان روغتون ته د لېږدولو پر مهال

وال سټریټ ژورنال لیکي، یو لور ته دا چاودنه شوې، بل لور ته زلمی خلیل‌زاد له پیکېنګه د سولې د خبرو په لړ کې کابل ته روان شوی.

ورځپاڼه لیکي، پیکېنګ د اسلام‌اباد نږدې متحد دی او خلیل‌زاد له چینایي چارواکو سره د افغانستان د سولې خبرې ګټورې بللې دي.

  • نیویارک ټایمز

بله امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز بیا لیکي چې په کابل کې په وروستیو میاشتو کې چاودنې لږې شوې دي، خو د دوشنبې د ورځې چاودنې، سره له دې چې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله مخکې تر دې وشوه چې موټر خپل هدف ته ورسېږي.

نیویارک ټایمز: د کابل د برید مشخص هدف ډېر معلوم نه‌دی.

​دا چاودنه د ګرین وېلېج په نوم د استوګنې له مرکز سره شوې ده چې تر ډېره بهرنیان په‌کې ژوند کوي، خو نیویارک ټایمز لیکي چې د برید مشخص هدف ډېر معلوم نه‌دی.

  • ډېفېنس پُسټ

د ډېفېنس پُسټ خپرونې هم همدا مسئله څېړلې ده او لیکلي یې دي چې دا چاودنه داسې مهال شوې ده چې زلمي خلیل‌زاد له سیمې څخه د خپلو دوو اوونیو په مخه سفر پیل کړی دی او هڅې کوي چې د سولې له لارې د افغانستان لانجه هواره کړي.

ډېفېنس پُسټ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په وینا د کابل د چاودنې په اړه لیکلي دي چې وایي، موږ د سیمې په سطحه د سولې هڅې کوو، خو دښمن غواړي چې د سولې دا خبرې ګډوډې کړي.

  • ډیپلومات خپرونه

ډیپلومات خپرونې هم همدې موضوع ته اشاره کړې ده او لیکي، کله چې په افغانستان کې د سولې مسئله مطرح کېږي، نو ښکاره ده چې طالبان بیړه ورته نه‌کوي.

ډیپلومات وړاندې لیکي، له ډېر وخت راهیسې طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې رد کړې دي ځکه چې دې حکومت ته مشروع حکومت نه‌وایي او د امریکا لاسپوڅی یې ګڼي.

ډیپلومات: له ډېر وخت راهیسې طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې رد کړې دي.
ډیپلومات: له ډېر وخت راهیسې طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې رد کړې دي.

د خپرونې په باور د طالبانو دا تګلاره په حقیقت کې دا معنی ورکوي چې دوی غواړي هغه ځواکونه نامشرع ښکاره کړي چې د اوس لپاره کابل کنټرولوي.

ډیپلومات لیکي، طالبان پوهېږي چې د سولې هر راز هڅې د دې ډلې له ملاتړ پرته نتیجه نه‌ورکوي.

XS
SM
MD
LG