کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په اړه لیکلي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي، د سولې په وروستیو خبرو کې د ځنډ او خنډ لامل د سعودي، پاکستان او قطر ترمنځ اختلافونه دي.
طلبان د سعودي پر ځای په قطر کې د خبرو پلویان دي او امریکا بیا تر دوحې، جدې ته ترجېح ورکوي.
په سرمقاله کې راغلي، په رسنیو کې په دې تړاو د ایران رول هم ښودل شوی چې طبعاً قطر ته ترجېح ورکوي.
ویسا لیکي، دلته د لیرې او نږدې بهرنیانو د بشري ضد ستراتېژیو او سیاستونو پر دوام سربېره، یوه لویه ستونزه په خپله د افغانانو د مشرتابه او زعامت د نشتوالي، د برخلیک په تړاو ژور اختلافونه، نههمغږي او د ملي ګټو او ملي برخلیک نه بېخبري او په وړاندې یې بېپروايي ده.
د سرمقاله لیکونکي په باور، که دا ستونزه حل نهشي، د وروستي زوال تر پولې به په مصیبتونو اوښتي یوو.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په تړاو لیکلي دي.
ورځپاڼه لیکي، راپورونه موجود دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، طالبانو په هېواد کې د سولې د ټینګښت شرط دا ایښی چې جنبش ملي او جمعیت اسلامي ګوندونه دې بېوسلې شي.
ورځپاڼه لیکي، دا خبره ځکه د خلکو زړونو ته لوېږي چې طالبانو په ۷۰مه لسیزه کې هم له ډېریو سیمو کور په کور وسله ټوله کړه، خو د سرمقاله لیکونکي په باور، په دې کار کې تعبیض موجود و.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د موقت حکومت په جوړېدلو سره حکومت په خپله دا کار کړی او په ډېریو ولایتونو کې خلکو خپلې وسلې دولت ته تسلیم کړې دي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا سعودي عربستان ته د افغانستان د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب د سفر په اړه لیکلي دي.
هېواد لیکلي چې ښاغلي محب په خپل دغه سفر کې سعودي چارواکو سره د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې په پروسې او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې خبرې کړې دي.