د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۱۴

په راروانه میلادي میاشت کې د چابهار بندر په اړه درې اړخیزه غونډه جوړېږي


ارشیف، د چابهار سوداګریز بندر

ټاکل شوې چې په راروانه میلادي میاشت کې د چابهار بندر په اړه د درېیو شریکانو افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ غونډه وشي.

د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ د چابهار د هوکړه‌لیک د تعقیب له لومړۍ ناستې وروسته اوس ټاکل شوې چې په فبرورۍ میاشت کې د یادو هېوادونو ترمنځ بله ناسته هم جوړه شي.

افغان حکومت وايي، په دې ناسته کې به تر ډېره له چابهار بندره د اغېزمنې ګټې اخیستنې په تړاو بحثونه وشي.​

ارشیف، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۴» ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"د چابهار بندر په تړاو به راتلونکې ناستې په هندوستان یا افغانستان کې جوړې شي، له ناستو زموږ هدف دا دی چې څو وکولای شو له چابهار او یو شمېر نورو لارو د افغانستان د صادراتو لپاره اغېزمنه ګټه واخلو، دا یوه تخنیکي ناسته ده چې څنګه موږ کولای شو چې له چابهار بندره څنګه ګټه واخلو."

ښاغلي قوقندي وویل چې د غونډې ځای تر اوسه پورې نه‌دی مشخص شوی.

چابهار بندر چې تېر کال د ولسمشر اشرف غني او د ایران او هند د مشرانو له‌‌خوا رسماً پرانیستل شو، تر ډېره هند رغولی دی.

تمه ده چې دغه بندر به افغانستان ته د وارداتو په اصلي بندر بدل شي او هند به هم خپل تولیدات د پاکستان پر ځای د همدغه بندر له لارې منځنۍ اسیا ته صادر کړي.

د مالونو د بارولو، تشولو او مارکېټېنګ په ګډون، د دې بندر ټولې چارې په تهران کې د افغانستان، هند او ایران د استازو له غونډې وروسته د «IPGL» په نوم د هند دولتي شرکت ته وسپارل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نومبر میاشت کې د چابهار بندر پروژه له هغو بندیزونو مستثنا کړه چې امریکا پر ایران لګولي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې ۱،۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

ایران هڅه کوي چې چابهار بندر د رېل پټلۍ په واسطه د زاهدان له لارې چې له پاکستان او افغانستان سره پوله لري، له مشهد ښار سره چې ترکمنستان سره نښتی، وصل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال توفیق داوري د دوشنبې په ورځ د چابهار بندر په تړاو راتلونکې ناستې ته په اشارې سره وویل چې افغان حکومت باید په دې ناسته کې تر ډېره د چابهار په وړاندې پرتو سیاسي خنډونو او افغانستان ته د بازار موندنې په اړه خبرې وکړي.

ده زیاته کړه:

"په دغه ناسته کې افغان حکومت باید لومړی د سیاسي ستونزو په هواري خبرې وکړي او یو جدي ډاډ د هېواد پانګه‌والو ته ورکړل شي، ځکه که چېرې هلته نوره پانګونه کېږي، دوی ته ستونزه او کوم محدودیت نه‌وي او بل باید د هندي شرکت له لوري د امکاناتو په برابرولو خبرې وشي."

نوموړی وايي، د چابهار بندر په ودې او پراختیا سره به د افغانستان په ټرانزیت او اقتصاد کې د پام وړ پرمختګ راځي او له دغه هېواده د ډېرو صادراتو زمینه هم برابرېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG