د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

ملي ارمان: د سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو ښکېلېدلو د سولې بهیر سرګردانه کړی


د کابل ورځپاڼو د نننیو ګڼو زیاته برخه بیا هم د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو او په انتخاباتي بنسټونو کې د اصلاحاتو په تړاو روانو بحثونو ته ځانګړې کړې ده.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د افغان سولې په تړاو سيمې ته د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد څلورم سفر ته کتنه کړې چې له هنده پیل شوې او هلته یې له هندي چارواکو د افغان سولې په اړه او دا چې امریکا او هند په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې د ټینګښت له‌پاره څه کولای شي خبرې وکړې.

ورځپاڼه لیکي:

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې د یو باثباته افغانستان له‌پاره د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

ورځپاڼه لیکي چې ټاکل شوې ښاغلی خلیل‌زاد له هند څخه وروسته، چین، بیا پاکستان او افغانستان ته سفرونه وکړي.

له هندي چارواکو سره د خلیل‌زاد خبرې داسې مهال شوي دي چې ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د دغو لیدنو کتنو او د چم ګاونډ په ځینو نورو هېوادونو کې د افغان حکومت په غیابت کې د افغان سولې په تړاو د کیدونکو خبرو په اړه د ولسي جرګې غبرګون راخېستې دی چې د دغو خبرو او لیدنو کتنو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د افغان سولې په تړاو د روانو هڅو په اړه د ولسي جرګې په غبرګون یو تفصیلي مطلب خپور کړی دی او لیکلي یې دي چې د جرګې اکثره غړي په‌دې باور دي چې که څه هم د سیمې او نړۍ په کچه زیاتې هڅې پیل شوي خو په کور دننه لا هم ملي اجماع نه‌ده رامنځته شوې.

ورځپاڼه لیکي چې وکیلانو په افغانستان کې د سولې په تړاو د ملي اجماع په نه موجودیت کې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه کیدونکې هڅې بی نتیجې وبللی او دا یې هم وویل چې د افغانانو په غیابت کې د سيمې د ځینو هېوادونو او امریکا له‌خوا له طالبانو سره کیدونکې خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې یوه څرګنده لاس وهنه ده او په‌کار ده چې دا خبرې بندې شي.

ورځپاڼه لیکي:

د جرګې مشر په خپلو خبرو کې د افغان حکومت په غیابت کې کیدونکې خبرې د سولې د هڅو په زیان وبللې او دا ځکه چې دا ډول خبرې طالبان اتلان کوي او افغان حکومت کمزوری ښیې.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په یو تفصیلي مطلب کې لیکلي دي چې د سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو ښکېلېدلو د افغانستان د سولې بهیر سرګردانه کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، څومره چې چین او هند په افغانستان کې د سولې په رامنځته کېدو کې هم رول لوبولې شي، هومره د افغانستان په سیاسي معادلاتو کې د دوی حضور د سولې ترلاسه کول ستونزمن کولای هم شي او دا ځکه چې د سیمه‌ییزو او نړیوالو قوتونو د ګټو په اړه ګډو نقطو ته رسېدل ساده کار نه‌دی.

په انتخاباتي بنسټونو کې د اصلاحاتو په اړه روان بحثونه د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې بله توده مسئله جوړوي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د انتخاباتو په برخه کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده او دا ځکه چې د ولسي جرګې انتخاباتو دا وښودله چې انتخاباتي کمېسیونونه نه یوازې ناتوانه دي، بلکې په فساد کې هم ښکېل دي.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو میاشتې تیرېږي، خو دغه کمېسیونونه لا هم د دې جوګه نه‌دي چې لااقل لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

ورځپاڼې دغو ستونزو ته په کتو سپارښته کړې چې په کمېسیونونو کې د پراخو بدلونونو ترڅنګ په ټوله کې انتخاباتي نظام اصلاح شي.

ورځپاڼې ویره څرګنده کړې که د دغو کمېشرانو په موجودیت کې د جمهوري ریاست انتخابات ترسره شي، نو دا به انتخابات نه بلکه ستره فاجعه وي او ناوړه پایلې به ولري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د انتخاباتو په بهیر کې د اصلاحاتو له‌پاره په کابل کې د امریکا سفارت پر غوښتنې بحث کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا سفارت په یو بیان کې د انتخاباتو په پروسه کې د جدي اصلاحاتو پلي کول ضروري بللي دي او ویلي یې دي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د درېیو میاشتو د ځنډ پریکړه هم د تخنیکي ستونزو او اداري ستونزو د له منځه وړلو له پاره شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا سفارت په بیان کې ویل شوي دي چې افغانان د خپل مشر د ټاکلو له پاره د داسې انتخاباتي بنسټونو د لرلو مستحق دي چې پر دغه بهیر د خلکو د باور د بېرته راجلبولو وړتیا ولري.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د حکومت د یوې باوري سرچینې په حواله چې د ورځپاڼې په وینا د نوم له ښودلو یې ډډه کوله لیکلي دي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو نتایجو له اعلان وروسته د انتخاباتو د کمېسیون کمېشنران بدلېږي.

ورځپاڼه وړاندې د سرچینې په حواله لیکي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه دې نتیجې ته رسیدلي چې د جمهوري ریاست انتخابات به د نویو کمېشرانو له‌خوا اداره شي.

XS
SM
MD
LG