د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۳۴

د کاناډا صدراعظم د یوې عربستانۍ پېغلې د پناه غوښتنه ومنله


ارشیف، عربستانۍ پېغله رهف محمد ال کنون

د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو د یوې عربستانۍ پېغلې د پناه غوښتنه ومنله.

رهف محمد ال کنون ادعا کړې چې کورنۍ یې ورسره بد چلند کړی او دا اړه شوې چې له سعودي عربستانه وتښتي.

د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو وویل، کاناډا واضح کړې چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لپاره درېدلي یوو.ده وویل:

"د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي ادارې له موږ وغوښتل چې رهف ال کنون د کډوالې په توګه ومنو، موږ د ملګرو ملتونو دا غوښتنه ومنله او هغې ته مو پناه منظوره کړه."

رهف د ټایلنډ د بنکاک ښار له هوايي ډګره په ټولنیزو شبکو کې خپلې ویډیوګانې خپرې کړې او د مرستې غوښتنه یې کوله.

رهف ته داسې وخت د کاناډا پناه منظوره شوه چې د رد مرز له خطر سره مخ وه.

د ټایلنډ د کډوالو د ادارې یوه مسؤل وویل چې اتلس کلنه رهف ال کنون په یوه پرواز کې کاناډا ته لېږل کېږي.

XS
SM
MD
LG