د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

امریکا او پولنډ راتلونکې میاشت د منځني ختیځ په اړه نړیوال کنفرانس ترسره کوي


د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

امریکا او پولنډ په پام کې لري چې راتلونکې میاشت د منځني ختیځ په اړه یو نړیوال کنفرانس ترسره کړي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون وویل، متحده ایالتونه او پولنډ به راتلونکې میاشت د منځني ختیځ په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي چې پکې به پر ایران د فشارونو د راوستلو لارې چارې ولټول شي.

پامپیو پرون مصر ته په سفر کې د دغه کنفرانس د جوړولو اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ د هېوادونو د ډاډمنولو په هدف دا سفر کړی.

له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په باب د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ حیرانوونکې پرېکړې د عربي هېوادونو او اسرائیلو تر منځ اندېښنې رامنځته کړي چې ګواکې ایران به په سیمه کې نفوذ زیات کړي.

د امریکا او پولنډ د دې پرېکړې له مخې د فبرورۍ په ۱۳ او څوارلسمه به د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې سره راټول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له فاکس نیوز سره په مرکه کې په دې اړه لا زیات توضیحات ورکړل.

ده وویل:

"له اسیا، افریقا، لوېدیځو هېوادونو، اروپا هم او البته منځني ختیځ، هېوادونه سره ټولېږي، د منځني ختیځ په سولې او ثبات او د دې سیمې د ازادۍ او امنیت په اړه به تمرکز کوي او یوه بله مهمه خبره دا چې دا به یقیني کوي چې ایران بې ثباته کوونکی اثر نه لري. "

د امریکا او پولنډ د بهرنیو چارو وزارتونو د دغه کنفرانس په باب په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د وارسا په ناسته کې ګډونوال وزیران به د ترورېزم، افراطیت، د راکټونو د پراختیا او پرمختګ، سوداګرۍ، سمندري امنیت او په سیمه کې د نیابتي ډلو د ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تأیید کړې چې پولنډ هم د نورو اروپايي هېوادونو په څېر له هغې اټمي موافقې ملاتړ کړی چې امریکا ترې وتلې ده.

خو د هغې په خبره، د وارسا ناسته یو مهم پیغام استوي هغه دا چې له ایران سره د نړۍ د قدرتونو د اټمي موافقې په اړه د مخالف لیدلوري لرونکي هېوادونه هم کولای شي چې د سیمې د مسایلو د حل لپاره سره ټول شي.

پولنډ د امریکا یو متحد هېواد دی چې د اروپا د دوو لویو قدرتونو جرمني او فرانسې په نسبت یې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له ادارې سره ښې اړیکې پاللې دي.

ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې پر ایران سخت بندیزونه ولګول، هغه څه چې لوېدیځوالو یې ملاتړ ونه کړ.

اروپايي قدرتونه په دې باور دي چې ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون له موافقو سره سم چلند کړی دی.

ایران تر اوسه پورې د امریکا د دې پرېکړې په اړه چې غواړي په پولنډ کې پر ایران د فشارونو د راوړلو په هدف یوه نړیواله غونډه جوړه کړي، کوم غبرګون نه دی ښودلی.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG