د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

ګارډین: یوناما د ملکي تلفاتو په اړه خپل راپور د امنیت شورا ته وړاندې کوي


  • ګارډین ورځپاڼه

ګارډین ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د بمي چاودنو د قربانیانو یوه سروې خپره کړې ده.

دا سروې ( اې او اې وي) یا د وسله وال تشدد ضد موسسې له لورې ترسره شوې ده چې پکې راغلې دي، په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې په بمي چاودنو کې ۴۲۶۰ کسان وژل شوي یا ټپيان شوي او غوڅ اکثریت یې ملکیان دي.

ګارډین لیکي، وړم کال په افغانستان کې د بمي چاودنو د قربانیانو شمیر ۳۱۱۹ ته رسیده.

ګارډین لیکي، وړم کال په افغانستان کې د بمي چاودنو د قربانیانو شمیر ۳۱۱۹ ته رسیده.
ګارډین لیکي، وړم کال په افغانستان کې د بمي چاودنو د قربانیانو شمیر ۳۱۱۹ ته رسیده.

د خپرې شوې سروې له مخې تیرکال ۶۲ په سلو کې ملکي قربانانیان د ځان وژونکو بریدونو دي او نور قربانیان د بیلابیلو بمي چاودنو په نتیجه کې رامنځته شوې دي.

په نورو هغو هیوادو کې چې د چاودیدونکو موادو له امله ملکیان نسبتا ډیر وژل شوي دي ایتوپیا، د فلسطین غزه، ایران، فلیپین او مالیزیا شامل دي.

ګارډین: وړم کال په افغانستان کې د بمي چاودنو د قربانیانو شمیر ۳۱۱۹ ته رسیده.

ګارډین ورځپانه لیکي، ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو دفتر، یوناما د فبروري په میاشت کې د ملکي تلفاتو په اړه خپل بشپړ راپور د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وړاندې کړي، د یوناما په مخکني راپور کې چې د تیرکال د جنوري او سپتمبر میاشتو ترمنځ موده یې رانغښتله، په افغانستان کې ۸۰۵۰ ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوې دي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په افغانستان کې د یوې اونۍ په ترڅ کې د جګړو د تلفاتو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په باور د روانې جنوري میاشتې له څلورمې تر لسمې ۱۳۹ دولتي ځواکونه او ۱۵ ملکیان وژل شوې دي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، داسې هیلې وې چې په ژمي کې به په افغانستان کې شخړې راکمې شي، خو دا هیلې نه دې ترسره شوي.

د روانې جنوري میاشتې له څلورمې تر لسمې ۱۳۹ دولتي ځواکونه او ۱۵ ملکیان وژل شوې دي.
د روانې جنوري میاشتې له څلورمې تر لسمې ۱۳۹ دولتي ځواکونه او ۱۵ ملکیان وژل شوې دي.

په دې مطلب کې د طالبانو له لورې په بلخ ولایت کې څو خونړیو بریدونو ته اشاره شوې ده او ورځپاڼه لیکي، یاغیانو په یوه تر ټولو خوندي ولایت کې بریدونه کړې دي.

نیویارک ټایمز د جنوري لسمې ته د یوې خونړۍ ورځې نوم ورکړی. په دې ورځ د هرات په شینډنډ او پښتون زرغون ولسوالیو کې ۱۱ سرتیرې ووژل شول او د جوزجان په فیض اباد ولسوالي کې ۵ عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نیویارک ټایمز د تلفاتو دا شمیرې په افغانستان کې د خپلو خبریالانو د راپورونو په استناد خپرې کړې دي، خو په خپرې کړې مقاله کې یې د طالبانو تلفات نه دې یاد کړي.

XS
SM
MD
LG