د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۱۰

روحاني: ایران د ځمکې په مدار کې ٢ سپوږمکۍ ځاى پر ځاى کوي


ارشیف، د ايران ولسمشر حسن روحاني

د ايران ولسمشر وايي، هېواد به يې ډېر ژر له هغو توغنديو په استفادې چې په دغه هېواد کې جوړ شوي، د ځمکې په مدار کې ٢ سپوږمکۍ يا سټلايټونه ځاى پر ځاى کړي.

حسن روحاني ويلي، تهران به د امريکا له هغو اندېښنو سره سره چې ويلي يې دي، دا کار به د ايران د بالسټيک ميزايلو له پرمختيا سره نوره مرسته هم وکړي، دا اقدام کوي.

د ايران د دولتي ټلويزيون په حواله، حسن روحاني پرون وويل:

"په راتلونکو اوونيو کې به له هغو راکټونو په استفادې چې په ايران کې جوړ شوي، دوه سپوږمکۍ مدار ته ولېږو."

ښاغلي روحاني د دغو توغنديو او سپوږمکيو په اړه نور جزيات ورنه کړل.

څو ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو خبردارى ورکړى و چې ايران دې د درېيو راکټونو د توغولو ”لمسوونکي“ پلانونه نه عملي کوي.

پامپيو دا فضا ته توغول کېدونکي وسايط بللي وو او ادعا يې کړې وه چې دغه وسايط د اټمي سروکو لېږدوونکو بالسټيک ميزايلو ته ورته دي چې توغول به يې د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکه سرغړونه وي.

XS
SM
MD
LG