د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

نیویارک ټایمز : د افغانستان د هوایې ځواک د جوړولو کار بې نتیجې ادامه لري


  • ډیلې میل

ډیلې میل ورځپاڼي چین ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پر سفر تبصره کړې ده.

د ورځپاڼي په لیکنه دغه سفر له طالبانو سره د اولس کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د چین د همکارۍ جلبولو لپاره د افغانستان د هڅو یوه برخه ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب

ډیلي میل لیکلي، محب د چین د بهرنیو چارو زیر وانګ یې سره د لیدو پر مهال وویل چې افغانستان په سیمه کې د دایمې ثبات په لټه کې دی.

لیکوال زیاتوي، افغانستان او چین د خپل منځیو پولو د امنیت ټینګولو په برخه کې له یو بل سره همکاري کړې ده.

ورځپاڼه لیکلي، چین د پاکستان نژدې متحد دی او پاکستان د افغانستان او امریکا له لوري طالبانو او نورو وسلوالو ډلو ته د پناه ځایونو په برابرولو تورن دی .

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز بیا د افغانستان پر هوایې ځواکونو د امریکا د اته میلیارده ډالرو پر مصرف تبصره لیکلې ده.

ورځپاڼه لیکي، یولس کاله وروسته له هغه چې امریکا د افغانستان لپاره د یوه هوایې ځواک د جوړولو کار پیل کړ، تر اوسه یې په دې کار نژدې اته میلیارده ډالره لګولي دي. لیکوال زیاتوي، دا کار بې نتیجې ادامه لري.

نیویارک ټایمز : د افغانستان د هوایې ځواکونو روزنه ، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ستراتیژۍ یوه برخه ده.
نیویارک ټایمز : د افغانستان د هوایې ځواکونو روزنه ، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

د ورځپاڼي په لیکنه، یو شمیر متخصصین وایې چې افغانان به د الوتکو د خوندیتوب او نور ملاتړ لپاره د کلونو لپاره پرامریکا متکي وي.

نیویارک ټایمز لیکلي، دا ډول اتکا به د طالبانو پروړاندي جګړې څخه د امریکا د ایستلو په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅي پیچلي کړي.

ورځپاڼه زیاتوي د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې د کار له پیله د افغانستان د هوایې ځواکونو روزنه ، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG