د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

افغانستان: په نظام کې د وسله‌والو ډلو د شاملېدو وړاندیز ښکاره مداخله ده


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د ایراني چارواکو د څرګندونو په اړه تُند غبرګون ښودلی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په اړه بحثونه حساس او مهم پړاو ته ننوتي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي، د دغه هېواد په راتلونکي نظام کې د وسله‎والو ډلو د شاملېدو په ګډون د نظام د بدلون په اړه هر ډول وړاندیز د دې هېواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاس‌وهنه ګنل کېږي.

ادریس زمان د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۰» پر خپله ټویټرپاڼه دا هم لیکلي چې د ایران او افغانستان د دولتونو د ټاکل شوي چوکاټ ورهاخوا له طالبانو سره اړیکې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابولی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د جنورۍ په ۹مه هندوستان ته د سفر پر مهال ویلي چې فکر کوي دا به ناممکنه وي چې افغانستان طالبانو ته د رول ورکولو پرته راتلونکی ولري، خو ظریف دا هم ویلي چې دا رول باید حاکم نه‌وي.

ظریف له «NDTV» ټلوېزیون سره په یوې مرکې کې دا هم ویلي چې تهران له طالبانو سره استخباراتي اړیکې لري، ځکه مجبور دی چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خپلې ګډې پولې امنیت وساتي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي هم نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۰» د دغه ایراني مقام پر خبرو سخت غبرګون وښود او پر خپله فیسبوک پاڼه یې ولیکل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د ویاند په څېر عمل کوي.

ارشیف، د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
ارشیف، د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي دا هم ویلي چې ایران له کلونو راهیسې په کور دننه سیاسي کړکېچونو سره مخامخ دی، نو ولې دغه هېواد د خپلو ستونزو د هواري لپاره پر خبرو فکر نه کوي؟

نوموړي لیکلي:

"که ایران په خبرو باور لري، ولې کورنیو مسئلو ته پام نه‌کوي او له مجاهدین خلق ډلې سره خبرې نه‌کوي؟"

ښاغلي مرتضوي وروسته دا تبصره له فیسبوکپاڼي لېرې کړه.

که څه هم له پرله‌پسې اړیکو سره- سره دغو افغان چارواکو له ازادي راډیو سره د خپل دغه دریځ په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو افغانستان تل د کورنیو ستونزو د هواري لپاره پر بین الافغاني پریکړو ټینګار کوي.

که څه هم ایران او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره د همکارۍ غږ پورته کوي، خو سیاسي تحلیل‌ګران په‌دې باور دي چې د همکارۍ او مداخلې ترمنځ توپیر شته.

د سیاسي چارو افغان کارپوه صدیق پتمن ازادي راډیو ته وویل چې ایران د یو چا په استازیتوب د هغو حق غواړي، نو دا ښیې چې ایران او طالبان ستراتیژیک ملګري دي.

ارشیف، د سیاسي چارو افغان کارپوه صدیق پتمن
ارشیف، د سیاسي چارو افغان کارپوه صدیق پتمن

​ښاغلي پتمن زیاته کړه:

"دا د مداخلې په مرحله کې ځکه راځي چې د یو چا په استازیتوب د هغه حق غوښتل دي. دا په‌دې مانا چې له دوی سره عمیقي او کاري اړیکې لري. د افغانستان حکومت حق لري چې عکس العمل وښیي. ګاونډي هېوادونه که اوس د سولې په مرحله کې مداخله کوي مانا دا چې هغوی په افغانستان کې د جګړې له دوام سره مرسته کوي."

د طالبانو او تهران تر منځ د خبرو په اړه معلومات لومړی ځل رسماً د ایران د ملي امنیت د شورا سلاکار علي شمخاني له رسنیو سره شریک کړل.

نوموړی د تېرکال د ډسمبر پر ۶ کابل ته تللی وو.

تر هغه وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي په کابل کې له افغان مشرانو سره ولیدل او ډاډ یې ورکړ چې تهران له طالبانو سره د سولې لپاره د داسې خبرو پلوي کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا تازه څرګندونې داسې مهال کېږي چې دا مهال امریکا او په سیمه کې د افغانستان د سولې راوستلو لپاره هلې ځلې ډېرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG