د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

انتخاباتو کمېسیون: که د جدي ترپایه کاندیدان نومونه ثبت نه‌کړي دغه لړۍ نه غځېږي


سید نورالله جلیلي(منځ) له خپلو مرستیالانو سره خلیل رومان او چراغ علي چراغ
سید نورالله جلیلي(منځ) له خپلو مرستیالانو سره خلیل رومان او چراغ علي چراغ

د افغانستان د جمهوري ریاست ته د درېیم کاندید له نوم لیکلو سره سم، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، که د جدي تر۳۰ مې پورې احتمالي کاندیدان نومونه ثبت نه کړي، دغه لړۍ به تمدید نه‌شي.

سیدنورالله جلیلي د ده له دوو مرستیالانو، خلیل رمان او چراغ علي چراغ سره، د پنجشنبې په ورځ جمهوري ریاست ته د کاندیدانو په توګه خپل نومونه ثبت کړل.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو د نوم‌لېکنې نېټه د جدي له ۱۳مې نه تر۳۰ مې پورې ټاکلې ده.

دغه کمېسیون وايي، که تر لسو ورځو پورې د جمهوري ریاست کاندیدان د نوم ثبتولو لپاره ور نه‌شي، انتخابات به د هغو کاندیدانو ترمنځ وشي چې تر ټاکلي نېټې یې نومونه ثبت کړي دي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند مېرزا محمد حق‌پرست د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل:

آرشیف، د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ویاند مېرزا محمد حق‌پرست
آرشیف، د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ویاند مېرزا محمد حق‌پرست

​"زموږ هیله ده چې په راتلونکو ورځو کې هغه کسان چې معلوماتي کڅوړې یې ترلاسه کړي راشي او نومونه ثبت کړي، هو! د جدي له ۳۰مې وروسته د مهالویش له مخې نه‌شو کولی، چا ته د نوم ثبتولو حق ورکړو.​"

د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مهالویش له مخې، د سرطان د ۲۹مې انتخاباتو لپاره به نوم‌لیکنه، د جدي تر دیرشمې پورې دوام وکړي.

تراوسه له دغې لړۍ اووه ورځې تیرېږي، عبدالطیف پدرام، عبدالحکیم تورسن او نورالله جلیلي د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو په توګه نومونه ثبت کړي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر اوسه د محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، حنیف اتمر، احمد ولي مسعود، رحمت الله نبیل او انوارالحق احدي په ګډون ۷۳ کسانو د نوم ثبتولو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي دي.

پخوا تر دې حنیف اتمر ته نېږدې منابعو ازادي راډیو ته ویلي، په پام کې ده چې حنیف اتمر، د ده له دوو مرستیالانو محمد یونس قانوني او محمد محقق سره د نوم ثبتولو لپاره، د انتخاباتو کمېسیون ته لاړ شي.

همدا شان د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم پخوا تر دې ویلي چې راتلونکو انتخاباتو ته کاندید دی او ویاند یې ویلي چې سروردانش به یې دوهم مرستیال وي.

بل‌خوا د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي، که د کاندیدانو د نوم ثبتولو لړۍ ونه غځول شي، د دغه ائتلاف د ملاتړ وړکاندیدان به په راتلونکي اوونۍ کې د نوم ثبتولو لپاره د انتخاباتو کمېسیون ته ورشي.

د دغه ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا وايي، د افغانستان لوی ملي ائتلاف به د څو کاندیدانو ملاتړ وکړي.

حنیف اتمر، رحمت الله نبیل او شیدا محمد ابدالي د دغه ائتلاف د ملاتړ وړ کاندیدان بلل شوي دي.

د جمعیت اسلامي افغانستان د مشرتابه پلاوي غړي محمد اسماعیل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل، د دغه ګوند له‌خوا د کاندید د معرفي کېدو لپاره، وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هم وايي، د انتخاباتي ټکټ د جوړښت لپاره، د دوی خبرې پاې ته نه‌دي رسیدلي.

پوښتنه دا ده چې :

  • ګوندونه او سیاسي جریانونه ولې تر اوسه نه‌دي توانیدلي چې د انتخاباتي ټکټونو د تشکیلولو پر سر، هوکړې ته ورسېږي؟

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی رئيس فضل احمد معنوي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

آرشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی رئيس فضل احمد معنوي
آرشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی رئيس فضل احمد معنوي

​"د انتخاباتي ټکټونو لپاره مشورې روانې دي، یو شمېر کسانو چې پخوا تر دې یې معاونیت ته ژمنه لرله، بل ځای کې یې هم معاملې ته مخه کړه او دې ته منتظر دي چې وپوهېږي د چا شانس ډېر دی. یو شمېر یې په بېلابېلو بهانو بهر ته لاړل. د افغانستان د سیاسیونو ترمنځ ګډوډي ډېره شوې ده. ځینې منتظر دي وپوهېږي چې وړونکې پاڼه د چا په‌لاس کې ده. دغه ټول لامل شوي چې ژمنې د بدلون په حال کې وي."

ښاغلی معنوي وایي، ځیني احتمالي کاندیدان د حاکم ټیم د انتخاباتي ټکټ بشپړېدو ته منتظر دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي جنبش مرستیال عبدالله قرلق وايي، د دغه ګوند مشر ښاغلي دوستم، د محمدحنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني او محمد اشرف غني په ګډون له ګڼو کاندیدانو سره خبرې کړي دي.

د ده په خبره، ځینو کاندیدانو لکه حنیف اتمر او اشرف غني، د خپل لومړي مرستیال په توګه، د نظر وړ شخص ښاغلي دوستم ته تمایل ښودلی دی، خو د حنیف اتمر او اشرف غني دفترونو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG