د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

چین ته د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار سفر او د سولې اهداف!


د هېواد د ملي امنیت سلاکار د چین پلازمېنې پیکېنګ ته ورسېد
د هېواد د ملي امنیت سلاکار د چین پلازمېنې پیکېنګ ته ورسېد

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار هندوستان ته له سفر یوه اوونۍ وروسته د چین په دوه ورځني سفر د هغه هېواد پلازمېنې پیکېنګ ته رسېدلی دی.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، حمدالله محب به د چین له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان او چین د ګډې همکارۍ د پراختیا په خاطر خبرې اترې وکړي.

د یادې شورا د ویاند مرستیال کبیر واثق نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډيو ته وویل، د نورو بحثونو تر څنګ د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه هم د ښاغلي محب د سفر یوه مهمه اجنډا ده.

د ملي امنیت شورا مرستیال ویاند کبیر واثق

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر صیب محب په‎دغه سفر کې د چین له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان او چین ترمنځ پر امنیتي همکاریو، د افغانانو په مشرۍ د سولې پر روان بهیر او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ستراتېژیکو اړیکو خبرې اترې کوي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د تېرې پنچشنبې په ورځ هم د سیمې د یوه بل هېواد هندوستان په سفر وتلی و.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هندوستان ته له سفر وروسته وویل، د هند د صدراعظم د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال سره‌يې د افغانانو په مشرۍ د سولې پر هڅو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې لپاره د هند پر همکاریو ګټورې خبرې لرلې.

هند او چین ته د افغان دغه چارواکي د سفرونو تر څنګ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد هم د دغو هېوادونو په سفر وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیل‌زاد به سیمې ته د څلورم سفر په ترڅ کې د افغان سولې په اړه له هندي او د چین له چارواکو سره هم وګوري.

چین یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې له پاکستان سره ښې اړیکې لري او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر تېره میاشت کابل ته د سفر پر مهال د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ټټر ډبولی و.

وروستیو سفرونو او هڅو ته په کتو په افغانستان کې یو شمېر سیاسي څېړونکي په دې باور دي چې افغان حکومت سولې بهیر ته له پیاوړي دریځ او ښه نړیوال ملاتړ سره د ورننوتلو هڅې ګړندۍ کړي.

د دوی له‌منځه ناصر شفیق ازادي راډيو ته وویل:

"زه په‌دې باور یم چې د ملي امینت سلاکار د تېرو تېروتنو د اصلاح په خاطر دا سفر ترسره کړی ځکه چې طالبان په ډیپلوماسۍ او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په ساتلو کې ډېر فعال دي اوس دوی دا درک کړې چې باید هم ډيپلوماسي فعاله کړي او د سیمې هېوادونه له هغو اغېز څخه چې طالبان‌يې لري راوباسي."

​خو له دې سره دی ټينګار کوي چې د افغانستان ستونزه د ښکېلو خواوو له‌خوا د یو بل پر وړاندې د سیمې هېوادونو څخه د ځان په ګټه د استعمالولو او هڅولو له لارې نه‌حلېږي، بلکې باید د افغانانو ترمنځ په خبرو باور رامنځته شي.

ښاغلی شفیق وايي، چین د پاکستان له لارې پر طالبانو هم اغېز لرلای شي چې افغان حکومت د دغه هدف لپاره له څه مودې راهیسې هڅې ډېرې کړې دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG