د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

جاوید نوري په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د خبریالانو د کورنۍ لومړی قرباني!


ارشیف
ارشیف

سره له دې چې د افغانستان او د سیمې د ځینو هېوادونو رسنیزو بنسټونو، ۲۰۱۸ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال بللی او افغان حکومت ژمنه کړې چې د خبریالانو خوندیتوب به ډاډمن کړي، خو د راپورونو له مخې بیا هم د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو کې په فراه ولایت کې یو افغان خبریال د وسله‌والو مخالفینو له‎خوا ووژل شو.

جاوید نوري چې په فراه ولایت کې د یوې سیمه‎ییزې راډیو خبریال و، د روانې اوونې د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» وسله‎والو طالبانو د سپرليو له موټره کوز او د خلکو په مخکې په ډزو وواژه.

د ده په وژنه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې خبریالانو او رسنیزو بنسټونو اندېښنې ښودلي او دغه عمل‎یې د بیان له ازادۍ سره څرګنده دښمني بللې ده.​ارشیف، د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ملاتړ ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر په یوه خبري غونډه کې

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۰» په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په خواشينۍ سره چې ښاغلی نوري د رسنۍ د لومړي کارکوونکي په توګه په فراه ولایت کې په ډزو ویشتل کېږي، دا ښيي چې د خبریالانو د امنیت تأمینول چې د حکومت دنده ده، حکومت دغه مسؤلیت په سمه توګه نه‌ترسره کوي. هره ورځ موږ د یو خبریال د وژل کېدو یا له تاوتریخوالي سره د مخامخ کېدو شاهدان یو."

ښاغلي خلوتګر له حکومته وغوښتل چې له کړو ژمنو سره سم دې د خبریالانو خوندیتوب ته تدابیر جدي کړي.

سربېره پر دې، د بخښنې نړیوال سازمان هم پر ټویټرپاڼه د جاوید نوري په وژل کېدو اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره، نی وايي تېر کال‌یې په مرکز او ولایتونو کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹۸ او د دوی د وژلو ۲۰ قضیې ثبتې کړې دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب د دوی په لومړیتوبونو کې دی.​

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د جمهور رئیس د صریح هدایت پر اساس ټول اړوندو کشفي، استخباراتي او امنیتي ارګانونو ته جدي سپارښتنه شوې چې د خبریالانو او ژورنالېستانو امنیت ته ډېره توجه وکړي. په هغو مواردو کې چې له ګواښونو سره مخ کېږي، پاملرنه اړینه ده او په‎دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي."

افغان چارواکي له ۲۰۰۱ کال راهیسې په هېواد کې د رسنیو پراختیا او فعالیت د دولت لویه لاسته راوړنه ګڼي، خو خبریالان وايي د دې لپاره چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه نور هم اغېزمن شي، حکومت ته په‎کار ده چې خوندي چاپېریال او کاري اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG