د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

ټیفا: په‌ انتخاباتو کمېسیون کې انتخاباتي او اخلاقي فساد د پایلو د ځنډ لامل دی


آرشیف، د ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده
آرشیف، د ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ يا ټیفا د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو او وروستیو پایلو په اعلان کې د ځنډ اساسي لامل په‌دغه کمېسیون کې په پراخه کچه د انتخاباتي او اخلاقي فساد موجودیت بولي.

د دغه بنسټ مسوولین وايي، موندنې یې ښيې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په بهیر کې په پراخه کچه فساد او درغلي شوې چې باید ژر تر ژره ورته رسېدنه وشي.

د ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۰» په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسوولینو د ځینو نوماندانو د رأیو زیاتولو لپاره له دوی څخه د پیسو غوښتنه کړې ده.

نوموړي وویل:

"موږ داسې معلوماتو ته لاس‌رسی پیدا کړی چې کاملاً د اندېښنې وړ دي، کومې ستونزې ته چې موږ متوجه شوي یو، هغه د انتخاباتو کمېسیون په عملیاتي ټیم کې ده چې له ځینو نوماندانو نه‌یې له يو لک ډالرو نه تر درېیو لکو ډالرو پورې د پیسو غوښتنه کړې، دغه شان د کمېسیون د رهبرۍ او ارشدو کارکوونکو له‌خوا اخلاقي فساد بله موضوع ده چې په اړه یې موږ ته راپورونه راکړل شوي دي."

آرشیف، په کندهار کې یو تن رایه اچونکی
آرشیف، په کندهار کې یو تن رایه اچونکی

د ښاغلي ایوب‌زاده په خبره، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارلانشاء رئیس احمد شاه زمان‌زی او نور همکاران یې خیبر سعیدي، ناصر مومند، حیدر مومند، قلمیار او ابراهیم مومند هغه کسان چې په عملیاتي ټیم کې دنده لري او انتخاباتي فساد ته یې زمینه برابره کړې ده.

خو دا چې د انتخاباتو خپلواک کمېسون کوم مسوولین او کارکوونکي په اخلاقي فساد کې ښکېل دي، ښاغلي ایوب‌زاده د چا نوم وانه‌خېست خو ويې ویل چې د کمېسیون د کارکوونکو او نوماندانو ترمنځ د اخلاقي فساد موضوع موجوده وه.

نوموړي دغه شان وویل چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ځینو ناظرینو هم په انتخاباتي فساد کې لاس درلود.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ يا ټیفا مسوولین وايي، د رأیو بیا شمېرل يو هغه مورد دی چې فساد او د رأیو زیاتولو په بدل کې د پیسو ورکولو ته زمینه برابروي.

د دوی په خبره، موندنې يې ښيې چې په ۱۵ ولایتونو کې د زیاترو نوماندانو په حق کې زیاتی شوی دی.

دغه انتخاباتي بنسټ په‌خپلو چارو کې د پاتې راتلو له امله د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غړو د لېرې کېدو غوښتنه هم کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په کندز کې د ولسي جرګې يو شمېر نوماندانو د يوه اعتراض په لړ کې د دغه ولایت د انتخاباتو کمېسیون دروازه وتړله او د بایومټریک او غېر بایومټریک رأیو د بېلولو ترڅنګ یې د کندز د انتخاباتو کمېسیون د مسوولینو د مجازاتو غوښتنه هم کړې.

ټیفا د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډېډو موضوع هم سیاسي بولي او په‌خپل وخت یې په ترسره کېدو ټینګار کوي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وايي، هر هغه ادعا چې په‌دغه کمېسیون کېږي، باید مستند وي.

د دغه کمېسیون مرستیال ذبیح‌الله سادات ازادي راډیو ته وویل، که ټیفا د خپلو يادو ادعاوو په اړه کوم اسناد لري، نو له عدلي او قضايي ارګانونو سره دې شریک کړي.

آرشیف، د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ذبیح‌الله سادات
آرشیف، د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ذبیح‌الله سادات

نوموړي زیاته کړه:

"کوم څه چې دوی په کمېسیون کې د اخلاقي فساد په نوم یادوي، زه یې شاهد نه‌یم، غوره دا ده چې دوی خپلې ادعاوې مستندې کړي او له کشفي او استخباراتي ارګانونو سره یې شریک کړي، څو هر چا که د خپلې دندې نه په ګټې اخېستو سره دغه کار کړی وي، باید خپله جزا وویني."

نوموړی وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډولو لامل د اصلاحاتو راوستل دي او دوی د دغو انتخاباتو د ښه ترسره کولو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره يو لړ پرېکړې کړي دي.

په ورته وخت کې د شفافو انتخاباتو بنسټ يا ټیفا د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې ژر تر ژره دې د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې وروستۍ کړي، ځکه د دوی په برخه کې د اوسني وضعیت دوام په انتخاباتو د خلکو بارو ته زیان رسوي او د ستونزو د زیاتېدو لامل کېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG